چاریکار (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د سالنګ لویه لار چې د هېواد مرکز له شماري ولایتونو سره نښلوي، د واورې اورېدو او سخت توپان له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د اجرائیه ریاست مدیر سميع الله وليزاده وايي چې په شمالي سالنګ کې سخت توپان او واوره او په سوېلي سالنګ کې له تېرې شپې راهیسې واوره اوري چې له امله یې د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
هغه وویل چې دغه لویه لار نن سهار اته بجې وتړل شوه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سالنګونو کې د لید ساحه ۵۰۰ متره، د باد سرعت په یوه ثانیه کې شپږ متره او د تودوخې درجه ۱۲ سانتي ګراده ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










