چاریکار (پژواک، ۲۱ کب ۹۸): د سالنګ لویه لار چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د واورې اورېدو او سخت توپان له امله د ټولو موټرو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو ساتنې او مراقبت رییس ضمیر عمرخېل د دغه خبر د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل، دغه لویه لار د شپې په ۱۱ بجو تړل شوې ده.
د ده په خبره، په دواړو سالنګونو کې له تېرې نیمې شپې راهیسې واورې اوري او د اټکل له مخې ښايي په جنوبي سالنګ کې تېز باد پیل شي او واورې اورېدل او سخت توپان تر ۲۴ ساعتونو پورې دوام ورلري.
د عمرخېل د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې په دې لویه لار د واورې ښویېدو درې پېښې رامنځته شوې چې ځاني او مالي تلفات نه لري او د نورو ورته پېښې اټکل هم شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










