منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د سالنګ لویه لار له ټېلري موټرو پرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۵ کتنې

چاریکار (پژواک، ۲۲ کب ۹۸): د سالنګ لویه لار چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره تړي له ټېلري موټرو پرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

د سالنګ لویه لار د درنې واورې اورېدو او توند باد له امله د کب به ۲۰ مه د ټېلري موټرو او شاوخوا شل ساعته مخکې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرايیوي مدیر سميع الله ولیزاده وویل، یاده لویه لار اوس هم د ټېلري موټرو پر مخ تړلې ده، خو نن سهار اته بجې د نورو ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.