منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تورخم په بندېدو سره په ننګرهار کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۹۸): وروسته له هغه چې پاکستان د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د تورخم دروازه د مسافرو او ترانزيټ پر وړاندې وتړله، د ننګرهار په بازارونو کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي.

د ننګرهار چارواکو اعلان وکړ چې د تېرې شپې له دوولسو بجو راهيسې د تورخم دروازه پاکستاني لوري تړلې ده، مسافرو او ترانزيټ ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، پاکستاني لوري په تورخم کې افغان مسوولينو ته ويلي، دروازه يې د خپلو لوړپوړو مقاماتو په امر په دې خاطر بنده کړه چې د کرونا ويروس د انتقال مخنيوی وشي.

د هغه په وينا، دروازه اوسمهال د لسو ورځو لپاره بنده شوې خو اټکل شته که ويروس مهار نه شي نو دغه موده لا پسې وغځېږي.

بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي شکايت کوي چې د تورخم دروازې له بندېدو سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې د پرون په پرتله لوړې تللې دي.

دوی وايي، که پرون د اوړو يوه پنځوس کيلويي بورۍ په ۱۶۰۰ افغانۍ وه، نن ۱۵۰ افغانۍ نرخ نور لوړ شوی همداسې د ټولو خوراکي توکو بيې لوړې تللې دي.

په تورخم کې د سوداګرۍ برخې د کمېشنکارانو د اتحاديې مشر غلام نبي تور پژواک ته ويلي چې د دروازې تړل کېدو په سوداګرۍ ډير اغيز غوځولی دی.

دی وايي، نه يوازې دا چې د خلکو کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، ترڅنګ يې په بازارونو کې نرخونه هم لوړ شوي دي.

دغه راز د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي سرور ګل هم پژواک ته وويل، د پرون او نن ورځې نرخونه ډېر تفاوت کې دي؛ ځکه که پرون يو څه په زر افغانۍ خرڅېدل، نن تر ۱۲سوه افغانيو لوړ شوي دي.

دغه راز د ننګرهار يو بل اوسېدونکی سيد الرحمن چې تورخم کې سوداګريزې چارې مخته وړي، وايي، د دروازې په تړل کېدو د ويروس مخه نه نيول کېږي، بلکې يوازې يې سوداګرۍ ته زيان اوړي.

دی وايي، که په دروازو بندېدو کېدلی نو د چين او ايران خلک به دومره نه ځپل کېدل او غوښتنه کوي چې لږ تر لږه د ټرانزيټ پر مخ دې دروازې پرانېستې وساتلی شي.

خو په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مسئولين وايي، نرخونه د سوداګرو په کچه نه، بلکې يوازې دوکاندارانو د بازار تقاضا ته په کتو پر خپل سر لوړ کړي چې دوی يې د بېرته کنټرول هڅې پيل کړې دي.

د دې خونې عامل رييس ډاکتر شمس مجاهد پژواک اژانس ته وويل، په ننګرهار کې د خوراکي توکو هېڅ کمی نشته، هر څه د سوداګرو په زېرمتونونو کې ښه پراخ موجود دي، خو دا چې بازار کې تقاضا زياته شوې، عامو دوکاندارانو له همدې په ګټه اخيستې نرخونه لوړ کړي دي.

دی وايي، همدا نن سهار د ننګرهار ولايت مقام په لارښوونه او امنيتي ځواکونو په همکارۍ يو کمېسيون ټاکل شوی چې نرخونه بېرته کنټرول کړي.

هغه دا هيله مندي هم وښوده چې د ملګرو ملتونو سازمان به همکارۍ يې هڅې پيل کړي چې د ترانزيټ پر مخ دروازه پرانيستل شي او د خوراکي توکو د کمېښت ستونزه حل شي.

په دې وروستيو کې افغانستان هم يو له هغو هېوادونو وشمېرل شو چې د کرونا ويروس خطر په کې ورځ تر بلې زياتېدونکی دی.

د تازه ارقامو له مخې، ۲١ کسان په هېواد کې د کرونا پر ناروغۍ اخته دي چې ټولې پېښې له ايران څخه د راستنو شوو کسانو په بدن کې تثبيت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد