منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۹ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سپین بولدک له لارې ۴۳۲۱ کډوالې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۵۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د کندهار د کډوالو چارو رییس وايي، په روان کال کې د سپین بولدک له لارې ۴۳۲۱ کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د روان کال له پیله بیا تر دې مهاله د سپين بولدک له لارې ۴۳۲۱ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي چې ټول ۱۶۰۹۸ تنه کېږي.

هغه زیاته کړه، د دغو کډوالو کورنیو له ډلې ۲۹۹۲ یې په خپله خوښه راستنې شوي او پاتې یې په زور اړ کړای شوې چې بېرته خپل هېواد ته ستنې شي.

دی وايي، د دغو کډوالو له ډلې ۱۹۲۱ کورنۍ په کندهار کې مېشت شوي او پاتې یې نورو ولایتونو ته تللي دي.

د ده په خبره، له راستنو شوو کډوالو سره د کډوالو د نړیوال سازمان/UNHCR، د کډوالۍ د نړیوال سازمان/IOM او څو نورو مرستندویه ادارو له خوا نغدي، لوجستیکي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې ۵۷ نورې کورنۍ له ترکیې، اسټرالیا، بلغاریا، سویډن، یونان او څو نورو اروپايي هېوادونو څخه هم بېرته کندهار ته راستنې شوې دي.

په ورته توګه ده وویل، ۱۳۲۰ تنه افغانان چې له قاچاقي لارو پاکستان او بیا ایران ته تلل، د پاکستاني ځواکوانو له خوا تر نیول کېدو وروسته د سپین بولدک کمېسارۍ او بیا دوی ته سپارل شوي چې دوی ورسره مرسته کړې او خپلو خپلو ولایتونو ته یې استولي دي.

د کډولو چارو رییس د بېرته راستنېدونکو تر څنګ د جګړې او نورو ستونزو له امله د داخلي بې ځایه شوو کورنیو اړوند هم معلومات ورکړل او ویې ویل، په تېرو کلونو کې په تخمیني توګه له ۷۰ تر ۸۵ زره کورنۍ کندهار ته راغلي او دلته مېشتې شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغو کورنیو د هلمند او ارزوګان په ګډون د هېواد له اتلسو ولایتونو او د کندهار له ۱۰ ناامنو ولسوالیو څخه د جګړې او نورو ستونزو له امله کندهار ته پناه راوړې ده.

ده یادونه وکړه چې له دې ډلې له ډېرو مستحقو کورنیو سره د بېلابېلو مرستندویه ادارو له خوا مرستې شوې دي.

دی وايي، د دغو کډوالو له ډلې سږ کال له ۱۶۰۹۴ کورنیو سره بېلابېلې مرستې شوي، ۵۸۲ کورنیو ته یو اتاق او دوه اتاق لرونکي سرپناوې جوړې شوي او ۲۱۰۱ تنو نارینه او ښځينه وو ته بېلابېلې حرفوي زده کړې او د کار وسایل ورکړل شوي دي.

نایاب یادونه وکړه چې د کډوالو چارو ریاست مسوولیت لري څو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه غم وخوري، خو په کندهار کې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټو لپاره د کندهار په دوو ولسوالیو پنجوايي او دامان کې ځمکې بېلې شوي، خو کلونه کېږي چې د ځمکو د وېش چارې نه دي ترسره شوې.

د ده په خبره، پخوا کډوالو ته ځمکې د ولسمشر د ۱۰۴ ګڼه فرمان له مخې وېشل کېدې چې بیا دغه فرمان لغوه شو او اوس د ۳۰۵ ګڼه فرمان پر بنسټ وېشل کېږي، خو دغه فرمان تعدیل ته اړتیا لرله.

دی وايي، په دې فرمان کې راغلي چې د ځمکو د وېش په کمېټه کې دې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې هم شاملې وي، خو ستونزه دا وه چې په ځینو ولایتونو کې دغه ادارې نشته چې له امله یې د دغه فرمان پلي کېدل ځنډېدلي و.

نوموړی زیاتوي، له ښه مرغه د دغه فرمان د تعدیل چارې یوه میاشت مخکې تر سره شوي او اوس دوی د ښارجوړونې او ښاروالۍ سره په ګډه د اړوند ښارګوټي د سورې، نقشې جوړولو او خط اندازۍ چارې پيل کړي چې تر راتلونکو څلوو میاشتو به بشپړې شي.

ده خبره ورکړ چې په ۹۹ لمریز کال کې به د پنجوايي په ښارګوټي کې سلګونو کډوالو ته ځمکې ووېشل شي.

دغه راز ده یادونه وکړه، دا چې یواځې همدا یو ښارګوټی د ټولو کډوالو لپاره بسنه نه کوي، په دامان ولسوالۍ کې هم د کډوالو د بل ښارګوټي لپاره ۶ زره جریبه ځمکه بېله شوې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د حکم تر لاسه کولو وروسته به پر مستحقو کډوالو ووېشل شي.

ده خبر ورکړ چې کله هم د نومرو وېش پیل شي، نو څو نړیوالو مرستندویه ادارو ژمنه کړې چې د شلټر په نوم پروګرام به پیلوي او له کډوالو سره به د کورونو په جوړولو کې مرسته کوي.

په کندهار کې مېشت کډوال وايي، کلونه کېږي چې خپل هېواد ته راستانه شوي، خو دولت تر اوسه د دوی د سرپناه غم نه دی خوړلی.

دغه کډوال چې ډېره برخه یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې مېشت شوي، د سرپناه له نشتوالي او بې روزګارۍ کړېږي او وايي، يواځې د کډوالو نړيوال سازمان ورسره مالي مرسته کړې او دولت هيڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې.

محمد نبي د دغو کډوالو له ډلې یو دی چې وايي، یو کال مخکې د پاکستان له کویټې څخه بېرته خپلې مېنې ته را ستون شوی او دلته په کرايي کور کې اوسېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له ٢٥ کاله کډوالۍ وروسته خپل وطن ته راغلي یو، خو دلته په راتلو یواحې د کډوالو نړیوال سازمان نغدي مرسته کړې ده، خو دولت هیڅ مرسته نه ده ورسره کړې.))

د ده په خبره، هيله يې دا وه چې وطن ته په راتلو به حکومت د استوګنې لپاره يوه نومره ځمکه ورکوي، خو دا کار نه دی شوی.

د ده په خبره، څو ځلې يې په کندهار ښار کې د کډوالو رياست ته مراجعه کړې، هغوى یې يواځې نوم ثبت کړی او د ځمکې د ورکړې نامعلومه ژمنه يې ورکړې ده.

دغه کډوال له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه او روزګار غم وخوري.

محب الله هم هغه کډوال دی چې د خپلې کورنۍ له لسو غړو سره د پاکستان د بلوچستان ايالت له کويټې ښار څخه کندهار ته راستون شوى او دا مهال د ښار اړوند د نهمې ناحيې په يوه کرايي کور کې اوسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ده تمه هم دا وه چې هېواد ته په راتلو به ورسره حکومت د استوګنې د ځمکې مرسته کوي او دوی ته به د ژوند شرایط برابروي، خو دولت تر اوسه هغو کډوالو ته لا ځمکې نه دي ورکړي چې د تېرو ۱۸ کلونه مخکې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دى زياتوي، په پاکستان کې مېشت ډېرى کډوال له خپل تريخ ژوند څخه ځورېږي او غواړي خپل هېواد ته راستانه شي، خو د سرپناه او روزګار نشتوالى يې پر وړاندې لوى خنډونه دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال