منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د اقتصاد وزارت د PMRS پروګرام په پيل سره ننګرهار کې د خيالي پروژو مخه نيول شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ۹۸): د ننګرهار د اقتصاد رييس وايي، د اړوند وزارت له لوري د پروژو د تطبيق او څار په موخه د PMRS  په نوم يو انلاين ډيټابيس سيسټم جوړ شوی چې په فعاليت سره يې د خيالي پروژو مخه نيول شوې ده.

غلام الله افغانيار چې د کب په ۲۹مه يې د ننګرهار رسنيو دفتر کې د خپلو فعاليتونو په تړاو رسنيز کنفرانس ته خبرې کولې، په دې اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل، اقتصاد وزارت د پروژو د ښه تطبيق په موخه د PMRS په نوم يو انلاين سيسټم جوړ کړی چې د ټولو پروژو څار او د کارونو د پيل، پرمختګ او پای په اړه په کې معلومات ځای پر ځای کېږي.

هغه زياته کړه: ((PMRS د ولايتي راپور ورکولو يو انلاين سيسټم دی، هغه بوديجه چې کله د وزارت ماليې او پارلمان له خوا تصويب شي، دغه سيسټم ته پورته کېږي، چې بيا د ټولو پروژو په اړه په کې اړوند موسسات او ولايتونه معلومات وړاندې کوي چې دلته په ننګرهار کې يې د خيالي پروژو مخه نيولې ده.))

د اقتصاد رييس وايي، دې ولايت ته د ملي بودیجې له مخې ۱۳۹۹ کال کې د درې ميليارده، اته پنځوس ميليونه او اته سوه زره افغانيو په لګښت ۱۴۵ پروژې منظور شوي او همدا راز د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د ۹ ميليارده، ۲۵۱ ميليونه او اته سوزره افغانيو په لګښت ۳۸۳ پروژې وړانديز شوي دي.

افغانيار دا هم وويل، په ۱۳۹۸ کال کې يې د سکتوري ادارو  پر مټ بېلابېلو برخو کې د درې ميليارده شپږ سوه پنځه ويشت ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کړي دي.

هغه زياته کړه، چې سږکال په ننګرهار کې د غير دولتي موسساتو له لوري ټولنيز خونديتوب برخه کې د څه باندې پنځه ميليارده  شپږ سوه شپږ ويشت ميليونه افغانيو په لګښت ۲۱۱ پروژې پلې شوي، چې ۱۳۰ يې بشپړې شوي او د ۸۱ نورو چارې روانې دي.

د ده په وينا، مرستندويه ادارو سره په همغږۍ يې په ولسواليو کې ۱۰۵ پروژې پلې کړي، د سکتوري ادارو د پروژو څارنه يې کړې، د څه باندې دوه ميليونه کسانو درملنه يې کړې، دوه زره شپږ اتيا کسانو ته يې لنډ مهاله زده کړې ورکړي او همدا راز ۹۵ استادان يې پر دندو ګمارلي دي.

د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار وويل، اته زره څلور سوه اته کورنيو ته يې کوچني کاروبارونه جوړ کړي او ۴۷ زره اووه سوه نهه نوي کسانو ته چې نيمايي مېرمنې دي د کاروبار زمينه برابره کړې ده، شپږ زره اته اتيا کورنيو سره نغدي مرستې شوي او پنځه زره شپږ سوه پنځه څلويښت ماشومان ښوونځيو کې شامل شوي دي.

د هغه په خبره، په ۱۳۹۸ مالي کال کې يې ۳۱۴۷ کسانو ته يې د چرګانونو فارمونه، لبنياتو پروسس وسايلو زمينې برابرولو ترڅنګ کورني ژوي ورکړي او همدا راز د کرنې او مالدارۍ په برخو کې يې ګڼ شمېر نورې پروژې تر سره کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد