کندهار (پژواک، ۲ وری ۹۹): چارواکي وايي، د چمن- سپین بولدک لار له دوو اوونیو تړل کېدو وروسته نن په یو طرفه ډول یوازې د وارداتو لپاره خلاصه شوه.

پاکستاني لوري دغه لويه لار د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او په خپله خاوره کې د کرونا ناروغانو د قرنطین مرکز جوړولو له امله تړلې وه.

په سپين بولدک کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال محمد شریف غرزي د وري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لار نن سهار اته بجې یوازې د وارداتو پر مخ پرانیستل شوې خو د صادارتو او د خلکو د تګ راتګ لپاره لا هم تړلې ده.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله تر ۵۰ ډېرې لارۍ خوراکي توکي، سابه او مېوه را وارد شوي او دغه لړۍ روانه ده.

د ده د معلوماتو له مخې، د کرښې په هغې غاړه کې په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار سلګونه لارۍ ولاړې دي چې لومړی به خوراکي او بیا نور توکي را ولېږدول شي.

نوموړي یادونه وکړه چې پر دې لار لا هم صادراتو او عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي چې ګڼې ستونزې یې را ولاړې کړې دي.

خو هغه څرګنده کړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د کرښې دواړو غاړو ته د قرنطین مرکزونو جوړولو چارې روانې دي چې وروسته به دغه لار د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره هم خلاصه شي.

په کندهار کې مېشت سوداګر د وارداتو لپاره د لارې خلاصولو هرکلی کوي او وايي، د لارې د بندېدو له امله له یوې خوا په لاریو کې د بار خوراکي توکو د خرابېدو وېره وه او له بلې خوا دغلته د ځینو خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې وې.

د کندهار یوه سوداګر حاجي سید محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د لارې بندېدو له امله په چمن کې د افغان سوداګرو سلګونه لارۍ خوراکي توکي بند پاتې وو چې دوی یې زیانمن کړي دي.

دی وايي، سوداګر اړ وو چې هره ورځ د کانټینرونو او لاریو کرایه ورکړي او د دې ترڅنګ د توکو د خرابېدو وېره هم وه.

د ده په خبره، له همدې امله دلته د هغو توکو بیې هم لوړې شوې وې چې له پاکستانه واردېږي خو د توکو له واردولو سره به پورته تللې بیې بیرته ټیټې شي.

نوموړی د افغانستان او پاکستان له چارواکو غوښتنه کوي چې د ستونزو پر مهال دې لار په داسې توګه نه تړي چې سوداګرۍ او سوداګرو ته زیان واوړي.

د لارې د تړل کېدو له امله د سوداګرۍ د اغېزمنېدو تر څنګ دواړو غاړو ته زرګونه افغانان هم بند پاتې دي.

په زرګونو افغانان چې د درملنې او د خپلو دوستانو د لیدلو لپاره پاکستان ته وو او اوس غواړي بیرته خپل هېواد ته راشي، د کرښې هغې غاړې ته بند پباتې دي.

تېره اوونۍ په سپین بولدک کې سیمه ییز چارواکي له ډېرو هڅو وروسته وتوانېدل ۲زره تنه هغه افغانان چې د کرښې هغې غاړې ته په چمن ښارګوټي کې بند پاتې وو، هېواد ته را ستانه کړي.

په دوی کې ښځې، ماشومان، سپين ږيري او نور شامل وو چې د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو او د لارې د تړل کېدو له امله بند پاتې وو.

ډېر افغانان چې لویه برخه یې ناروغان دي او غواړي د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي، د لارې خلاصېدو په تمه دي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی له چارواکو د لارې د پرانیستو غوښتنه کوي.

بل لوری ته هره ورځ پر دې لار شاوخوا ۲۰زره کسان تګ راتګ کوي او د کرښې دې غاړې ته د سپین بولدک په وېش بازار کې کاروبار او سوداګري کوي.

دوی وايي، د لارې له بندېدا سره یې کاروبار اغېزمن شوی او د پاکستان حکومت باید لار پرانیزي.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي وايي، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په ترڅ کې اوسمهال د سپین بولدک لار یوازې د وارداتو پر مخ پرانیستل شوې ده.

هغه زیاتوي، د دوی هڅې دوام لري څو د تورخم او غلام خان بندرونه هم ژر تر ژره بیا پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د کرونا د ویروس د خپرېدو له اندیښنو سره سره یې د چمن – سپین بولدک د بندر د بیرته پرانیستلو امر ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، هیواد یې افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او ټینګار یې کړی، چې دا ملاتړ به د بحران په حالت کې هم دوام ومومي.

د يادونې ده، د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د پاکستان ترڅنګ يو شمېر نورو هېوادونو هم خپلې لويې لار له افغانستان سره تړلي دي.