منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د تېلو بیې ۸.۶ او د سرو زرو بیې ۶.۶ سلنه ټيتې شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

 

کابل (پژواک، ٢ وری ٩٩): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د تېلو بیې ۸،۶ سلنه او د سرو زرو بیې ۶.۶ سلنه ټيټې شوې خو د لومړنیو خوراکي توکو په بیو کې تغییر نه دی راغلی.

که څه هم نن د تېرې شنبې په پرتله د لومړنیو خوراکي توکو په بیو کې تغییر نه دی راغلی خو تېره یکشنبې او دوشنبې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو له تړلو وروسته د لومړینو خوراکي توکو په ځانګړې توګه اوړو او غوړو بیې ډېرې زیاتې لوړې شوې وې.

د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، تېره دوشنبې «د کب ۲۶مه» د یوې بوجۍ اوړو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۲۵۰۰ افغانۍ ته او د یو پیپ غوړیو بیه له ۱۲۰۰ څخه ۱۹۰۰ افغانۍ ته رسېدلې وه خو د حکومت له مداخلې او له قزاقستانه د اوړو او غوړو له واردېدو وروسته دغه بیې بېرته ټيټې شوې.

د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکي حاجي ننګیال پژواک ته وویل، نن ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په عمده ډول په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په یو شمېر مواردو کې د ځینو موادو عمده بیې د هغو له پرچون بیو سره ډېر خو په ځينو مواردو کې لږ توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د دیارلسم سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي احمد مصطفى وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۱۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په پرچون ډول په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو بیې ټیټې شوې دي.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کاروونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۴۶ افغانۍ څخه ۴۴ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه هم له ۴۶ افغانۍ څخه ۴۴ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، د تېلو بیې په نړیوالو بازارونو کې هم ټيټې شوې دي.

خو د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۵۵ افغاني پلوري.

د سرو زرو بیې هم ټيټې شوې دي.

د کابل ښار د تېمورشاهي واټ یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۳۰۰ افغانۍ څخه ۳۰۵۰ افغانۍ ته او د یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ۲۷۰۰ افغانۍ څخه ۲۵۵۰ افغانۍ ته راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو ټیټېدل په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو له بیو سره اړیکه لري.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسین صداقت وویل، نن د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۶.۲۶ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۵ افغانۍ بدلېږي.

د کب په ۲۴مه د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۶ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۱ افغانۍ بدلېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد