ژبه

د ازبکستان او افغانستان ټول سوداګريز بندرونه به پرانيستي وي

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩) : د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې له ازبکستان سره به ټول سوداګريز بندرونه پرانيستي وي، له قزاقستان او پاکستان سره يې هم په دې برخه کې سلا مشورې کړې دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزير اجمل احمدي د وري په ٥مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن يې په کابل کې د ازبکستان سفير شادمانوف سره  د يوه پلاوي په ملتيا وليدل.

هغه زياته کړې، په دې ليدنه کې دواړو لوريو پرېکړه وکړه چې د کرونا ويروس له امله به ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې نه زيانمنېږي.

احمدي وايي، دغه راز پرېکړه وشوه چې دافغانستان او ازبکستان ترمنځ به ټول سوداګريز بندرونه پرانيستي وي .

د سوداګرۍ وزير ليکلي چې دغه راز يې د قزاقستان له سفير ياسين ګالدينو سره هم د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د هغه په وينا، په دې اړيکه کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته د اوړو او غنمو پر وارداتو خبرې وشوې.

اجمل احمدي وايي، د قزاقستان سفير ژمنه وکړه چې د کرونا ويروس د پراخېدو پر مهال به دافغانستان اړتياوې په پام کې نيسي.

ده زياته کړه، د افغانستان د اړتيا وړ توکو يو لېست هم د قزاقستان سفير ته ورکړل شو.

د يادونې ده چې د بلخ د سوداګرۍ خونې نن خبر ورکړى و چې قزاقستان له افغانستان سره خپل هر ډول صادارت تړلي دي.

د سوداګرۍ وزير وايي چې سبا به د پاکستان له سفير زاهد نصرالله خان سره هم د ويډيو کنفرانس له لارې هم افغانستان ته د اړتيا وړ توکو د وارداتو په اړه خبرې وکړي.

احمدي زياته کړې، د افغانستان حکومت ژمن دى چې په بازارونو کې په پراخه کچه اوړ يا، غنم او غوړي شتون ولري او په دې برخه کې له ګاوڼديو هېوادونو سره په اړيکو کې دي.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ د بندرونو د بندېدو اوازو سره له مارکېټونو څخه اوړه ورک شول او بيه يې هم ٤٠ سلنه لوړه شوه، خو د ولسمشر له ډاډ وروسته بېرته بيې کنټرول شوې.

login or register a new account.