منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فراه کې سېلابونو دوه کسان مړه او ۱۵۰ کورونه یې زیانمن کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۱ کتنې

فراه (پژواک، ۵ وری ۹۹): تېره شپه د فراه په خاکسفېد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰ کورونه سخت زیانمن شوي دي.

د فراه د والي ویاند ‎فاروق بارکزي پژواک خبري آژانس ته وویل چې تېره شپه د ورښتونو او سېلابونو له امله د خاکسفېد والسوالۍ په جیجه کلي کې دوه اته او نهه کلن ماشومان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰ کورونه وران او یا زیانمن شوي دي.

هغه وایي، د فراه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له دوو همکارو موسسو سره په ګډه نن له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه یادې سیمې ته لومړني توکي لېږدوي.

خو د د جیجه کلي اوسېدونکی سهیل وایي چې تېره شپه د کورونو د چپه کېدو له امله لس کسان سرسري ټپیان شوي هم دي.

هغه وایي: «کله چې اوبه ‌‌‌‌‌‌ډېرې شوې خلک له خپلو کورونو ووتل او د ډېرو تلفاتو مخه ونیول شوه.»

د خاکسفېد ولسوالۍ اوسېدونکی احسام الدین د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې سېلابونو د دې ولسوالۍ په میر هزار، ناجو، تخت، کارېز صادق او کارېز برهان کلیو کې هم خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

هغه وایي، سېلاب ځپلي خلک مرستو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، تېر کال هم په فراه کې سېلابونو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورونه زیانمن کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې