منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل د شهزاده سرای فعالیتونه د دوو اوونیو لپاره بنديږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ۶ وری ۹۹): د کرونا ویرس څخه د مخنیوي په موخه د کابل شهزاده سرای خپل فعالیتونه سر له شبنې ( وري له نهمې) تر راتلونکو دوو اوونیو پورې دروي.

شهزاده سرای په کابل ښار کې د اسعارو د ادلون بدلون تر ټولو لوی مارکېټ دی.

دغه مطلب د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې رییس حاجي میرافغان صافي پژواک خبري آژانس ته څرګند کړ او ويې ویل چې سبا ورځ یوازې هغه صرافان دننه مارکېټ ته راتلى شي چې دوکانونه لري.

نوموړي زیاته کړه چې که تر راتلونکو دوو اوونیو د کرونا ویروس خپرېدل کنټرول نه شي، ښایې دا پرېکړه یې تمدید شي.

هغه وویل چې په هېواد کې د کرونا ویرس مثبتو پېښو د زیاتوالي او د دغې ناروغۍ د مخنیوي له امله په ډېری ولایتونو کې د صرفانو ټولنو دغه ډول پرېکړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کابل د ۷ پېښو په ګډون، د کرونا ویروس ۷۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد