منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سپین بولدک لار له یوې ورځې پرانیستل کېدو وروسته لا هم تړلې ده

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۷ وری ۹۹): د سپین بولدک- چمن لار د وري په ۲مه یوازې په یو طرفه ډول د وارداتو لپاره پرانیستل شوه، خو له هغه وروسته لا هم تړلې ده.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې پاکستاني لوري دغه لار د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه، خپلې غاړې د ته د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو په پلمه وتړله.

خو دا دی درې اوونۍ کېږي چې له یوې ورځې لپاره له پرانیستل کېدو وروسته، بېرته دغه لار تړلې ده.

د لارې بندېدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته په سلګونو موټر خوراکي او غیر خوراکي توکي بند پاتې دي او د لارې د خلاصېدو په تمه دي.

په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو کمیسار ډګروال محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د وري په ۲مه یوازې د یوې ورځې لپاره لار پرانیستل شوه او ۹۵ موټر چې وریجې، سبزیجات او نور خوراکي توکي بار وو، افغانستان ته راواوښتل.

هغه زیاته کړه، تمه دا وه چې پاکستان به دغه لار پرانیستې پرېږدي خو له هغې ورځې وروسته یې بېرته وتړله.

دی وايي، په سپین بولدک او چمن کې سلګونه موټر بند پاتې دي او ټول د لارې د خلاصېدو په تمه دي.

کمیسار وویل: ((په چمن کې په سلګونو موټر چې خوراکي توکي، درمل او سبزیجات په کې بار دي بند پاتې دي، په ورته توګه په سپین بولدک کې هم شاوخوا زر موټر چې وچه مېوه او نور صادراتي توکي په کې بار دي، بند پاتې دي، په دې کې هغه ټانکران هم دي چې بهرنیو ځواکونو ته تېل راوړي او غواړي بیرته کراچي ته لاړ شي.))

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا درې اوونۍ کېږي چې پاکستان د کرونا وایرس د مخنیوي او خپلې غاړې ته د اړوند روغتیايي مرکز جوړولو په پلمه لار تړلې ده.

خو دی وايي، پاکستان اعلان کړی و چې دغه لار به یوازې د یوې اوونۍ لپاره تړي.

ده زیاته کړه، د لارې د بندېدو له امله هم سوداګر او هم عام خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

احمدي خبر ورکړ چې نن په کوېټه کې افغان جنرال کونسل چمن ته راځي، د سوداګریزو توکو او عامو مسافرو ارزونه کوي او هڅه کېږي چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت او د دواړو هېوادونو د لومړۍ درجه چارواکو له خوا ستونزه هواره شي.

د ده په خبره، بل خوا د ولسمشر له حکم سره سم هغه خوراکي توکي او درمل چې را واردېږي، په ګمرکونو کې یې باید ژر تر ژره د محصول پروسه ترسره شي څو د ځنډ مخنیوی وشي او په چټکۍ تر مارکېټه ورسېږي.

نوموړی وايي، د دواړو هېوادونو چارواکي هڅه کوي یوې پایلې ته ورسېږي او لار پرانیستل شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عدالباقي بینا وايي، د سپين بولدک لارې بندېدا د کرښې دواړو غاړو ته پر سوداګرۍ او عامو خلکو پر اقتصادي حالت منفي اغېز کړی دی.

هغه پژواک ته وویل، د کرښې هغې غاړې ته سوداګر او نور هره ورځ له بېلابېلو لارو د پاکستان پر حکومت فشار راوړي څو لار پرانیزي؛ ځکه د لارې بندېدا تر افغان سوداګرو هغوی ډېر اغېزمن کړي دي او د پاکستاني توکو تر ټولو لوی مارکېټ افغانستان دی.

دی وايي، د لارې بندېدا څه ناڅه د توکو پر بیو اغېز کړی خو که د لارې بندېدل دوام پیدا کوي نو بیا ستونزې ډېرېږي.

د ده په خبره، همدا اوس پر دې خبرې روانې دي که پاکستان اجازه ورکړي نو د افغانستان موټر به چمن ته لاړ شي، له پاکستاني موټرو به توکي په افغاني موټرو کې تخلیه کوي، په دې توګه به د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی هم شوی وي.

بلخوا سوداګر وايي، د لارې بندېدو له امله له یوې خوا په لاریو کې د بار خوراکي توکو خرابېدو وېره ده او له بلې خوا ښايي دغلته د کرونا ویروس د خطر له ډېرېدو سره بیې هم لوړې شي.

د کندهار د خوراکي توکو یوه واردوونکي حاجي سید محمد پژواک اژانس ته وویل، له بده مرغه پاکستان په عین حال کې روان سخت وضعیت په پام کې نه نیسي او د لارې له بندېدا سیاسي استفاده کوي.

نوموړی د افغانستان او پاکستان له چارواکو غوښتنه کوي چې د ستونزو پر مهال دې لار په داسې توګه نه تړي چې سوداګرۍ او سوداګرو او په پایله کې عامو خلکو ته زیان واوړي.

د لارې د تړل کېدو له امله د سوداګرۍ د اغېزمنېدو تر څنګ دواړو غاړو ته زرګونه افغانان هم بند پاتې دي.

په زرګونو افغانان چې د درملنې او د خپلو دوستانو د لیدلو لپاره پاکستان ته وو او اوس غواړي بېرته خپل هېواد ته راشي، د کرښې هغې غاړې ته بند پباتې دي.

تېره اوونۍ په سپین بولدک کې سیمه ییز چارواکي له ډېرو هڅو وروسته وتوانېدل ۲زره هغه افغانان چې د کرښې هغې غاړې ته په چمن ښارګوټي کې بند پاتې وو، هېواد ته راستانه کړي.

په دوی کې ښځې، ماشومان، سپين ږيري او نور شامل وو چې د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو او د لارې د تړل کېدو له امله بند پاتې وو.

ډېر افغانان چې لویه برخه یې ناروغان دي او غواړي د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي، د لارې خلاصېدو په تمه دي او له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی له چارواکو د لارې پرانیستو غوښتنه کوي.

بل لور ته هره ورځ پر دې لار شاوخوا ۲۰زره کسان تګ راتګ کوي او د کرښې دې غاړې ته د سپین بولدک په وېش بازار کې کاروبار او سوداګري کوي.

دوی وايي، د لارې له بندېدو سره یې کاروبار اغېزمن شوی او د پاکستان حکومت باید لار پرانیزي.

د یادونې ده، روانه اوونۍ د وري په ۲مه د یوې ورځې لپاره د سپین بولدک لارې د پرانیستل کېدو پر مهال د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په چارو کې د ولسمشر سلاکار پروفیسر محمد همایون قیومي ویلي وو چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په ترڅ کې اوسمهال د سپین بولدک لار یوازې د وارداتو پر مخ پرانیستل شوې ده.

هغه زیاتوي، د دوی هڅې دوام لري څو د تورخم او غلام خان بندرونه هم ژر تر ژره بیا پرانیستل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد