چاریکار (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): د سالنګ لویه لار چې مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د واورې او باد لګېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وترل شوه.
د سالنګ لویه لار د واورې اورېدو او باد له امله د کب په شلمه د ټېلري موټرو او شاوخوا شل ساعته وروسته د ټولو وسایطو پر مخ تړل شوې وه.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت اجرائیه مدیر سمېع الله ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د سالنګ په شمالي برخه کې واوره اورېدل او توپان او په سوېلي برخه کې یې ارامه واوره اورېدل پیل شوي چې اوس (شاوخوا سهار ۹ بجي) هم دوام لري.
هغه وایي چې له همدې امله د سالنګ لویه لاره د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د هغه په خبره، د وړاندوینې له مخې به راتلونکې دوه شپې او ورځې په سالنګونو کې دغه وضعیت دوام ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن