منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۸ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

نعیمي: د کندوز ځینې امنیتي مرکزونه په مرموز ډول سقوط شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

کابل(پژواک، ۱۵وری۹۹): د کندوز والي  عبدالجبار نعیمي وایي چې په دغه ولایت کې له تېر کال راهیسې یو زیات شمېر امنیتي بېسونه په مرموز ډول سقوط شوي، چې باید مرکزي اداره یې ژوره څېړنه وکړي.   

والي عبداالجبار نعیمي د وري په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته د ځانګړې مرکې پرمهال وویل چې له تېر کال راهیسې وسله والو طالبانو اووه ځله د کندوز د سقوط کولو هڅې وکړې،  خو د امنیتي ځواکونو د سخت مقاومت، همغږۍ او د خلکو د همکارۍ له امله دا هڅې شنډ شوې دي.

هغه زیاته کړه، په کندوز کې د امنیتي ځواکونو د زیاتې مرګ ژوبلې ستر لامل په دغه ولایت کې په مرموز ډول د امنیتي بېسونو سقوط  دی، چې له امله یې ۲۳۳سرتېري وژل شوي او ۲۷۳نور ټپیان شوي چې باید مرکزي اداره ددې موضوع د ژورې څېړنې لپاره باصلاحیته پلاوی راولیږي او لاملونه یې په ډاګه کړي. 

نعیمي وایي چې دغه راز دی په کندوز کې د وسله والو مخالفینو پرمختللو وسلو اندېښمن کړی او وسله وال طالبان له هغو پرمختللو وسلو کار اخلي چې امنیتي سرتېري یې نه لري، ان په وسلو سمباله بې پیلوټه الوتکې چې یوه یې تېره میاشت رانسکوره شوه او عکسونه یې موجود دي.

والي له مرکزي ادارې وغوښتل چې د وسله والو ددې پرمختللو وسلو د نوعیت،  شمېر او د کارونې د روزنې په اړه دې څېړنه وکړي او ددغو وسله والو د ځپلو په موخه دې ځانګړي عملیات وشي.

نوموړي وویل چې مخکې نامسووله وسله وال خلکو ته سخت سرخوږی و، چې د کندوز په ناامنیو او اختطاف کې یې زیات لاس درلود خو په خپلو هڅو، د امنیتي ادارو په همغږۍ او د خلکو په مرسته یې ۶۰ د نامسوولو وسله والو مشران په دغه ولایت کې د اسنادو مطابق نیولي او د قانون منګولو ته سپارلي چې ورسره نه یواځې ناامنۍ کمې شوي بلکې د اختطاف په ګډون ډېرو جنایي پېښو کې هم د پام وړ ګمښت راغلی.  

نعیمي زیاتوي چې د کندوز دوه ځلې سقوط څخه وروسته ټولې خیریه موسسې له دې ولایت څخه تللې وې چې په ډېرو هڅو یې ۷۰ نړیوالې خیریه ټولنې بېرته کندوز ته راستنې شوې دي چې ورسره په روغتیایي، پوهنې، کډوالو، عامه پوهاوي ، د خوراکي توکو رسولو او خلکو ته د کار پیدا کېدو په برخه کې یې ډېرې مرستې کړې دي. 

والي وايي چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو یوه ستر مرکزي روغتون، د مور ماشوم روغتون او د ملي اردو سرتېرو ته د یوه ستر روغتون د جوړېد چارې پیل شوي او دغه راز به ډېر ژر د سپین زر غوړیو فابریکه چې له کلونو رهیسې سقوط شوې وه بېرته فعاله او په ۲۴ ساعتونو کې به لس ټنه غوړي تولید کړي، همدارنګه به روان کال د شېرخان بندر د کمپلکس او د کندوز او بلخ ترمنځ د یرګنک سړک او د خان اباد د اوبو د بند د جوړېدو چارې پیل شي.

نعیمي وویل چې تېرکال د څه باندې ۲میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶۶ پروژې بشپړې شوې دي او دغه راز د څه باندې ۶میلیارده افغانیو په لګښت ۲۴۲پروژو کار روان دی.

 والي وايي چې تېرکال نږدې ۱۴ زره کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول د کار زمینه په دې ولایت کې مساعده شوې وه او د ښوونکو او د شهیدانو د ورثه او یو شمېر نورو برخو کې دشفافیت له امله سلګونه میلیونه افغانۍ سپما شوې.            

 نعیمي وايي، چې په دغه ولایت کې د قومونو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني ټولنو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړې او له هغوي سره يې وخت په وخت د کندوز د پرمختګ په اړه مشورې کړي او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې ان تر ولسمشر پورې رسولي چې ډېرې مثبتې پایلې یې لرلې دي.

هغه زیاتوي چې د دې ټولو کارونو ترڅنګ یې د سولې په برخه کې د عامه پوهاوي او همغږۍ په برخه کې هیله بښونکې هڅې کړي او مثبت اغېز یې ورځ تربلې راڅرګندیږي.

نوموړي والي کندوز ته چې په اقتصادي زون کې شامل شوی او امنیتي برخه کې قول اردو لري نو باید د زون په کچه ورته امنیتي تشکیلات،  اداري تشکیلات،  پروژې او صلاحیتونه ورکړل شي ترڅو ددغه زون غوښتنو ته په ښه توګه او وخت ځواب وویلی شي.