کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹) ټاکل شوې ده، چې د چمن – سپین بولدک لاره د سوداګریزو توکو او په دواړو غاړو کې بند پاتې شویو افغانانو پر وړاندې خلاصه شي.
پاکستانی تلویزیون جیو خبر ورکړی چې پرون د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دوستۍ په دروازه کې د دواړو لوریو د مسوولینو ترمنځ ناسته شوې وه، چې پکې سوداګرو هم ګډون کړی و.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته پرېکړه وشوه، چې سر له نن څخه به دا لاره د مسافرو او له یکشنبې به څخه د هغو مسافرو پر مخ هم پرانستل شي، چې په دواړو لوریو کې بند پاتې شوي دي.
په راپور کې راغلي، په چمن کې د پاکستان د ایف سي ملیشه ځواکونو قوماندان راشد صدیقي چې په یاده ناسته کې یې ګډون کړی و، هلته له جوړ شوي قرنطینه مرکز څخه لیدنه وکړه.
هغه وویل، مسافرین چې له افغانستانه راّځي، هلته به د څوارلسو ورځو لپاره قرنطین کیږي.
د یادونې وړ ده، چې تیره میاشت د کرونا د مخنیوي به موخه پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې، خو تیره اونۍ د لسګونو سوداګریزو موټرو د اوښتو په موخه پاکستان د یوې ورځې لپاره د چمن، سپین بولدک لاره خلاصه کړې ده.
بلخوا د ننګرهار ولایت مسوولینو په تورخم کې یو لوی د قرنطین مرکز جوړ کړی چې د تورخم لارې خلاصیدو په صورت کې له پيښور څخه راتلونکي مسافر هلته قرنطین شی.
login or register a new account.