ژبه

ولسمشر دې پکتیاوالو سره خپلې ژمنې عملي کړي

ګردېز (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او ځوانانو په يوه خبري کنفرانس کې نيوکه وکړه چې ولسمشر غني په تېره دوره کې پکتيا ته هېڅ پام نه دی کړی او دا ځل بايد لازمه ونډه ورکړي.

دوی د حکومتي واک پر نه وېش ټينګار وکړ او ويې ويل چې په کابينه کې دې د پکتيا کادرونو ته لازم ځای ورکړل شي.

د ولايتي شورا ریيس عبدالمالک ځاځی له نوروسره یوې خبرې غونډې ته وویل چې پکتيا سره خورا ناوړه توپيري چلند شوی او دوی سر له اوسه نوي دولت ته وريادوي چې د دې ولايت حقونه ورکړي، که نه په خبره يې لوی مدني اعتراضونه به پيل کړي.

ځاځي د واک وېشونکي او جمهوريت ته درناوی نه لرونکي پرديپال وبلل او په دې تړاو يې د حاکم منتخب ټيم له دريځ څخه ملاتړ وکړ.

نوموړي زياته کړه:((که دې کنفرانس کومه نتيجه ورنه کړه او د چا غوږ ته ونه لوېده، نو پکتياوال به د خپلو حقونو غوښتنې پر اساس لاریونونه وکړي او اعتراضونه به پيل کړي.

دی وایي، له ولسمشر څخه یې دا غوښتنه ده کومې ژمنې يې چې پکتياوالو سره د کماينونو په وخت کې کړې، که د رغونې د پروژو په اړه دي او که د کادرونو د مقرري په برخه کې، نن دې يې ثابته کړي.

د ځوانانو پارلمان غړې ناهيد حکيمي نيوکه کوي چې لا هم د پکتيا مېرمنو ته د اقتصادي او سوداګريزو فعاليتونو زمينه نده برابره شوې او نه ورته په دولتي ادارو کې لازمه ونډه ورکړل شوې ده.

حکيمي وايي:((پکتياوالې، پښتنې، چې د يوې کور ناموس دی او له کوره نه وزي، د ولسمشر لپاره تر انتخاباتي حوزې ولاړې، ګوته يې پرې شوه، خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې، خو متاسفانه هېڅ توجه ونشوه. پر ولسمشر غږ کوو چې دا ځل هغه څه تکرار نشي، لکه تېر ځل چې وشول.))

مدني فعال احمدالله احمدي وويل چې پکتيا ته په تېرو شاوخوا شپږ کلونو کې هېڅ کار ندی شوی او نه د ولسمشر کومه ژمنه عملي شوې ده.

نوموړي وويل:((ولسمشر موږ داسې کابينه غواړو چې خلکو ته ځواب ووايي، داسې کابينه غواړو چې په هغه کې ټول خلک ځان وويني. بيا به داسې دوه سری حکومت نه جوړوي، بيا به داسې حکومت نه جوړوې، چې دريځ يې يو نه وي. داسې حکومت جوړ کړه چې د خلکو غوښتنه ده.))

قومي مشر محمدنبي احمدزی وايي چې د پکتيا اوسېدونکي دې حکومت پر نه پاملرنه ډېر خوابدي دي او د دې ولايت د اقتصادي پرمختګ لپاره تر دمه کوچنی واقعي کار هم ندی شوی.

احمدزي وويل که په لنډه موده کې په کابينه کې د پکتيا کادرونو ته ځای ورنکړل شي او پکتيا کې د ژمنه شويو پروژو عملي کارونه پيل نشي، نو ټولې دولتي ادارې او له کابل سره نښلېدونکې لارې به وتړي.

login or register a new account.

ورته موضوع