منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې ۲۰۰ زره اړو کورنيو ته د غنمو وېش پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): د کرنې وزارت وايي، چې د کابل د مرکز په ګډون په ۱۴ ولسوالیو کې پر ۲۰۰ زره بېوزلو کورنیو، ۱۰ زره ټنه غنم وېشل کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د کب په ۲۷ مه د ټلوېزیون له لارې له کرونا ویروس سره د حکومت د مبارزې په اړه ملت ته وینا وکړه. هغه وویل، هېواد کې د وضیعت کنټرول لپاره اړمنو ته له دولتي زیرمو ۲۴ زره ټنه غم وېشل کېږي.

له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه د وري په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته په یوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د ولسمشر د سپارښتنې له مخې، ۱۰ زره ټنه خوراکي غنم له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې کمېټې په واک کې ور کړي، ترڅو د هېواد د پلازمېنې کابل پر ۲۰۰ زره بېوزلو کورنیو ووېشل شي.

دغې خبرپاڼې د یاد وزارت ویاند اکبر رستمې له قوله لیکلي، بې وزلو کورنیو ته د غنمو د وېش لړۍ تېره ورځ له کابل څخه پیل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: "د غنمو د وېش دغه لړۍ، د کرنې وزارت له مرکزي سیلو څخه د ۵۰۰ ټنه غنمو په وېش سره د کابل ښار له شپږمې، ۱۵، ۱۸ او ۲۰ ناحیې څخه پیل شو او تر راتلونکو څو ورځو پورې به د کابل په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې پر ۲۰۰ زره بېوزلو کورنیو، ۱۰ زره ټنه غنم ووېشل شي."

د سرچنې په وینا، د کرنې وزارت له زېرمو څخه به ۴۰۰ ټنه دال‌نخود هم په کابل کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد