کابل (پژواک،۱۸وری۹۹): په کابل کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو بیې په اوسط ډول ۳۲سلنه او ویټامین سي لرونکي توکي له څلور برابره زیاتې لوړې شوې دي.
کرونا ویروس درې میاشتې مخکې د چین په اوهان ښار کې پیدا او د نړۍ څه باندې ۲۰۰ هېوادونو ته خپور شوی چې په نړۍ کې تراوسه پورې ۶۴ زره کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوي، تر یومیلیون زیات پرې اخته شوي.
دغه راز په افغانستان کې تراسه ۳۶۷ کسان پرې اخته شوي، چې له ډلې یې اته کسان مړه شوي او ۱۷ نور بېرته ښه شوي دي. د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د خوراکي توکو او درملتونونو پرته ټول مارکېټونه او نورې هټۍ ټړل شوې دي، زیاتره دولتي کارمندان رخصت شوي، ګربندیز لګېدلی، ځینې بندرونه تړل شوي چې دغه حالت د خوراکي توکو پر بیو بد اغېز کړی دی.
شل ورځې مخکې خلکو په کابل ښار کې د توکو د بیو د لوړېدو له امله په لومړنیو خوراکي توکو هجوم وروړ او د څو میاشتو د اړتیا وړ خوراکي توکي یې واخیستل.
په دغو ورځو کې د ټولو لومړنيو خوراکي توکو بیې په اوسط ډول شل سلنه لوړې خو د اوړو ۴۵سلنه لوړې وې، خو بیا بېرته لږ راولوېدې خو تراوسه عادي حالت ته نه دي راغلي.
د هټۍ الو د معلوماتو په اساس، په کابل ښار کې ۵۰ کیلوکرامه اوړه په ۱۸۵۰ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه بوره په۲۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ سیله وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶لیتره غوړي په ۱۳۵۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۵۰ افغانۍ او د ۸۰ هګیو بیه ۱۳۵۰ افغانیو ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د هټۍ والو په وینا، یوه میاشت مخکې ۵۰ کیلو ګرامه اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه بوره په ۱۸۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه سیله وریجې په ۲۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لیتره غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او ۸۰ هګۍ په ۶۵۰ افغانۍ پلورل کېدې. پورته ارقامو ته په کتو ددغو توکو بیې په اوسط ډول ۳۲ سلنه لوړې شوې دي.
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي له دغه وضعیته شکایت کوي. د کابل ښار د نهمې حوزې یوه اوسېدونکي شمس الهدا پژواک ته وویل: (( تېره اوونۍ مې یوه بورۍ اوړه په ۱۹۰۰ افغانیو واخیستل دنورو توکو د اخیستو توان مې نه درلود، بیا مې ویل چې هرکله بیې راټيټې شوې وابه یې خلم، حکومت یې د ټيټېدو ژمنه کړې.))
هغه وایي ، حکومت مکلف دی چې بیې ټیټې کړي، د احتکار کوونکو مخه ونیسي، د افغانستان زیاتره خلک بې چاره او فقیر دي.
خو د کابل ښار د دوولسمې ناحیې د یوه سوپر مارکېټ خاوند محمد ولي وايي: (( ټولو هټۍ والو د کابل له منډوي په عمده توګه مال راوړ، منډوي تړلې، هټۍ وال له کوم ځایه مال راوړي، خلک هره ورځ راځي خو د هغوی د اړتیا وړ توکي مې په هټۍ کې نه شته، هټۍ وال چې څو قلمه جنس په لوړه بیه اخلي، مجبور دي چې په لوړه بیه یې وپلوري.))
له بلې خوا د سوداګرۍ خونې ویاند امید بابک وایي، دا طبیعي ده چې د بندرونو په تړل کېدو سره د توکو په بیو کې بدلون راځي، خو د تورخم او چمن بندرونو له تړل کېدو سره دمیوې او سبزیجاتو په بیو کې ډېر لوړوالی راغلی دی.
ده وویل:(( داوړو په وارداتو کې هيڅ مشکل نه دی راغلی، خلکو څو ورځې مخکې پر هټیو هجوم وروړ او هټۍ والو له موقع په استفاده نوکي په لوړه بیه وپلورل، چې زیاتره یې نغدي جریمه شول.))
هغه زياته کړه چې ژر به د تورخم او چمن بندرونه خلاص شي او خوراکي توکو بیې به عادي حالت ته وکرځي. ددې ترڅنګ د هغو میوو بیې چې ویټامین سي لري څلور برابره پورته شوې دي، دغو میوو ته هغه مهال تقاضا زیاته شوه چې کله ۀاکټرانو وویل چې د وجود ویټامین سي زیاتوي او د کرونا پروړاندې باید د بدن مقاومت زیات وي. یوه میاشت مخکې یوکیلوګرام لېمو په ۷۰ افغانۍ، یوکیلو کېنو په ۵۰ افغانۍ، خو اوس یو کیلو لېمو په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو کېنو په۱۵۰ افغانیو دي.
login or register a new account.