ژبه

د برېښنا ستنې په جوړېدو سره د کابل او نورو ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شوه

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹): د برېښنا ریاست وایي، د ازبکستان د وارداتي برېښنا د هغې ستنې په جوړېدو سره د کابل او نورو ولایتونو برېښنا وصل شوه چې د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې تخریب شوې وه.

د برېښنا مزي څلور ورځې مخکې د اورښت او توفان له امله په یاده سیمه کې د ازبکستان د وراداتي برېښنا ستنې د چپه کېدو له امله پرې شوي وو، او له امله یې د کابل او ځینو ولایتونو برېښنا پرې شوې وه.

د برېښنا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن ده ستنه جوړه شوه او ورسره د کابل او نورو ولایتونو پرې شوې برېښنا بېرته وصل شوه.

سرچینه زیاتوي چې د ماهيپر د بند یوه توربین هم تخنیکي ستونزه لرله خو اوس دغه ستونزه هم حل شوه.

د یاودنې ده چې د برېښنا شرکت وېیلي و چې طالبان هلته د برېښنا د پرې شویو مزو د جوړېدو اجازه نه ورکوي، خو طالبانو وروسته وویل چې تخنیکي ډلې ته یې د یادې ستنې د جوړېدو اجازه ورکړې ده.

login or register a new account.