منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​د افغانستان بانک پنځه کارکوونکي وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۴ کتنې

 کابل(پژواک، ۲۱وری۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن په هرات کې د افغانستان بانک پنځه کارمندان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک ته وویل چې یادو پنځه کسانو د هرات په اسلام کلا بندر کې دنده درلود.

هغه زیاته کړه چې یاد کسان بې د پولیسو له همغږۍ نن له غرمې وروسته له اسلام کلابندر څخه هرات ښار ته پر لاره و چې د وسله والو له خوا د کهسان ولسوالۍ د احمداباد په سیمه کې وژل شوي،

خو هغه ددغو وسله والو هویت په ډاګه نه کړ. ارین وویل چې د پولیسو د څېړنې ډله د پېښې ځای ته لیږل شوي او ددې پېښې د جدي څېړنې لارښوونه شوې ده. تر دې مهاله ددغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې