ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پغمان کې  یو شمیر ځوانانو پخپل لګښت د کرونا په اړه عامه پوهاوی وکړ

پغمان کې یو شمیر ځوانانو پخپل لګښت د کرونا په اړه عامه پوهاوی وکړ

author avatar
12 Apr 2020 - 20:44
پغمان کې  یو شمیر ځوانانو پخپل لګښت د کرونا په اړه عامه پوهاوی وکړ
author avatar
12 Apr 2020 - 20:44

کابل(پژواک، ۲۴ وری ۹۹):  د کابل د پغمان ولسوالۍ یو شمیر ځوانانو پخپلو سیمو کې د کرونا په اړه عامه پوهاوی وکړ او په دې اړه یې لیکلي پاڼې پر خلکو وویشل.

دغو ځوانانو د پغمان ولسوالۍ په بیلا بیلو کلیو وګرځیدل، خلکو ته یې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات ورکول او په دې اړه یې لیکلي پیغامونه پر دوکاندارانو او جوماتو وویشل.

د محمد حسیب افضلي په نامه د کمپاین یو تن ګډونوال پژواک ته وویل ، دا چی کرونا ویروس ټوله نړۍ یې  ګواښ سره مخ کړې او افغانستان ته هم رسیدلې نو  دوی و پتیله چې پخپلو سیمو کې په دې اړه کمپاین  وکړي.

ده د هیواد د نورو سیمو له ځوانانو وغوښتل چې په دې اړه پخپلو سیمو کې کمپایونه وکړي او په دې برخه کې له حکومت سره همکار شي.

د محمد ذاکر په نامه یو بل ځوان پژواک ته وویل چې حکومت دوی ته د زده کړې ، روغتیا او نورې اسانتیاوې برابرې کړې اوس باید دوی هم له حکومت سره په عامه پوهاوي کې برخه واخلي.

دی وایي چې دوی به نورو کلیو ته هم دا کمپاین وغځوي.

د پغمان د خالدارې سیمې یو تن دوکاندار محمد قاسم پژواک ته وویل چې کرونا مسلمان او کافر نه پیژني ځکه باید ټول خلک پر وقایوي لارښوونو عمل وکړي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې ۶۰۷ کسان پر کرونا اخته او ۱۸ تنه ترې مړه شوي دی.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.