کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان کړی چې تیره مارچ میاشت کې یې د هوایي دهلیزونو له لارې د شاوخوا اته سوه میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات کړی دي.
د سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي د وري په ۲۶مه، په ټویټر کې لیکلي چې تیره میاشت کې يې یاد صادرات په ۷۴ الوتنو کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې هندوستان ته په ۱۷ الوتنو کې ۱۶۸ میټرک ټنه، چین ته په ۶ الوتنو کې ۱۱۳ میټرک ټنه، سعودي عربستان ته په ۳ الوتنو کې ۱۰ میټرک ټنه، اماراتو ته په ۷ الوتنو کې ۱۴ میټرک ټنه، بریتانیا ته په ۴ الوتنو کې ۱۳ میټرک ټنه ، ترکیې ته په ۵ الوتنو کئ ۱۵ میټرک ټنه، اندونیزیا ته په یوه الوتنه کې ۲ میټرک ټنه ، قطر ته په یوه الوتنه کې یو میټرک ټنه او کویټ ته هم په یوه الوتنه کې یو میټرک ټنه توکي صادر شوي دي.
احمدي ویلي چې په صادر شویو توکو کې زعفران، بادام، پسته، طبي بوټي، قالین، د څارویو څرمنې ، لاسي صنایع او نورې وچې میوې شاملې دي.
login or register a new account.