ژبه

پاکستان افغانستان سره لارې د دوو نورو اونیو لپاره هم تړي

کابل  (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د کرونا د مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلې ټولې لارې دوو نورو اونیو لپاره هم تړي.

پاکستان تیره میاشت د کرونا د مخنیوي په موخه لومړی د دوو اونیو لپاره دا لارې وتړلې، بیا یې دوو نورو اونیو ته وغځولې، خو تیره اونۍ یې څلورو ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک د بند پاتې شویو افغانانو پر مخ پرانستلې.

بیا پاکستان اعلان وکړ چې د افغان حکومت په غوښتنه یې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره به دا لارې اونۍ کې درې ورځو لپاره پرانیزي، خو مسافرو ته به د تګ راتګ اجازه  نه ورکوي.

ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت اوس بیا اعلان کړی چې یادې لارې به راتلونکو دوو نورو اونیو لپاره د مسافرینو پر مخ تړلي وي.

سرچینې زیاته کړې چې دا پریکړه به د اپریل میاشتې تر ۲۶ پورې عملي کیږي، له هغې وروسته حالاتو په اړه به بیا پریکړه کیږي.

پاکستان  دا پریکړه په  داسې حال کې کړې چې په دغه هیواد کې د کرونا ناروغي په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه شاوخوا شپږ زره کسان پرې اخته او ۹۸ کسان مړه شوي دي.

login or register a new account.