ژبه

تازه خبرونه
په کونړ کې د چټ پریوتلو له امله دیوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

اسعد اباد(پژواک،۳۰ وری ۹۹) : په کونړ ولایت کې د سختو ورښتونو له امله د یوه کور د چت پریوتلو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

د والي ویاند عبدالغني مصمم د وري په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه پرون ناوخته ددې ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په مړو شویو کسانو کې څلور ماشومان ، د هغوی مور او پلار شامل دي.

دغه راز مصمم وویل چې د ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې دیوه بل کور د غورځیدلو له امله درې تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د پيښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر عبدالوارث وایي چې د ورښتونو له امله په دې ولایت کې ۵۰ کورونه په قسمي توګه زیانمن او  ځینې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د روغتون مسوولین وایي چې ورته دوه ټپیان راوړل شوي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

login or register a new account.