ژبه

د مالیي وزارت د کرونا لپاره پر یو شمیر طبي وسایلو او توکو مالیه معاف کړه

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۹) : د مالیې وزارت د کرونا پر ضد ښې مبارزې لپاره پر یو شمیر طبي وسایلو او توکیو مالیه معاف کړې ده.

پژواک اژانس په دې اړه د صنعت او سوداګرۍ ، کانونو او پیټرولیم وزارتونو مکتوب ترلاسه کړی چې په دې اړه یې له  مالیې وزارت څخه د مالیې د صفر کولو غوښتنه کړې وه.

په دې مکتوب کې راغلي، چې کرونا ټوله نړۍ له ستونزو سره مخ کړې او افغانستان هم له دې برخې له ستونزو سره مخامخ ده ، سرحدونه او بندرونه د بندیدو په حالت کې دي.

سرچینې زیاته کړې چې د کرونا دمخنیوي او درملنې په موخه د خلکو لخوا په بازارونو کې د کرونا ضد درملو او نورو توکو اخیستل ډیر شوي چې له امله یې بیې لوړې شوې دي.

په مکتوب کې راغلي، په همدې موخه دتعرفې ملي کمیټې د یو شمیر توکو تعرفې د دوو میاشتو لپاره صفر ته د راټیټولو پریکړه وکړه.

په دې توکو او درملو کې ، کلورین، دلاس وینځلو معایع (سنیټایزر) د جراحۍ دستکشې، ټول تنفسي وسایل او ماسکونه، بلیچ او سپین کوونکي معایع شامل دي.

د مالیې وزارت دغه وړاندیز منلی او د عملي کیدو سپارښتنه یې کړې ده.

login or register a new account.