ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګانو کې د کرونا ناروغانو شمېر صفر ته راټیټ شو

سمنګانو کې د کرونا ناروغانو شمېر صفر ته راټیټ شو

author avatar
19 Apr 2020 - 09:03
سمنګانو کې د کرونا ناروغانو شمېر صفر ته راټیټ شو
author avatar
19 Apr 2020 - 09:03

ایبک (پژواک، ۳۱ وری ۱۳۹۹): سمنګانو کې پر کووید ۱۹ ناروغۍ اخته شپږ ناروغان جوړ شوي او په دغه ولایت کې تر اوسه د دغې ناروغۍ بله پېښه نه ده ثبت شوې.

د دغه ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکتر عبدالخلیل مصدق پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغې ولایت کې څلور نارینه او دوې ښځې په دغې ناروغۍ اخته شوي وو.

دی وایي چې له دغو شپږو تنو څلور تېره اونۍ او دوه نور تېره ورځ روغ شوي او له روغتون څخه رخصت شوي دي.

مصدق وویل چې تر اوسه په سمنګانو کې د دغې ناروغۍ بله مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبت پېښه تېر کال د کب په پنځمه ثبت شوه، خو د تېرې ورځې اعلان شوې شمېرې ښیي چې هېواد کې ټول ۹۳۳ ته د کرونا په ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۳۰ تنه مړه او ۱۱۲ نور روغ شوي او خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.