منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار ښار کې د نظامي او ملکي موټرو ټکر له امله درې تنه ووژل شول

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۳۱ وری ۹۹): په کندهار ښار کې ترافیکي پېښې ۳ تنه مړه کړي او یو بل یې ټپي کړی دی.

پېښه نن غرمه د پولیسو د یوه هاموې موټر او زرنج موټر سایکل د ټکر له امله شوې ده.

 کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه د کندهار ښار د ۵مې امنیتي حوزې په ساحه کې د عامه نظم پولیسو یو کتار له سیمې تېرېده چې یوه هاموې موټر له یوه زرنج موټر سایکل سره یې ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه، له بده مرغه د دې پېښې له امله په زرنج کې ناست ۳ وګړي مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دی وايي، پولیسو ټپي وګړی روغتون ته رسولی او د هاموې موټر چلوونکی یې نیولی دی.

ده یادونه وکړه چې پېښه د بې احتیاطۍ له امله شوې چې له امله به یې نیول شوی پولیس چلوونکی خپله قانوني سزا وګوري.

ډېر مهال خلک په ښار او لویو لارو کې له پولیسو شکایت کوي چې تېز تګ کوي او ترافیکي اصول نه مراعاتوي چې له امله یې دغسې خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې