منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۱ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلکو د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د مرسته شويو خوراکي توکو د غلا مخه نيولې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

 جلال اباد (پژواک دغويي لومړۍ نیټه ۹۹): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د هغو خوراکي توکو د غلا مخه يې نيولې چې دې ولسوالۍ کې بې وزله خلکو سره د مرستې په موخه خيريه موسسو رالېږلي و.

د ځايي خلکو په خبره په يو زرنج موټر سايکل کې بار دېرش بوجۍ دال يې هغه مهال ونيول او پوليسو ته يې وسپارل چې د ولسوالۍ له ډيپو په غلا راويستل شوي و.

خو ځايي چارواکي وايي، لا څرګنده نه ده چې دغه خوراکي توکي غلا شوي او که د کومې بلې موخې لپاره انتقالېدل خو وايي، دوه کسان ورسره نيول شوي دي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي الله نظرد غویي په لومړۍ نیټه  پژواک اژانس ته وويل، پرون تر غرمې وروسته يې په يو زرنج موټر سايکل کې بار دېرش بوجۍ دال وليدل چې نامعلوم لوري ته انتقالېدل.

دی وايي، وروسته يې د ولسوالۍ امنيه قوماندان ته زنګ وواهه چې په دغو کسانو شکي دی چې نوموړي هم د پلټنو په پايله کې کسان نيولي او امنيه قوماندانۍ ته يې وړي دي.

د لمر مومند په نوم د سيمې يو بل اوسېدونکی هم وايي چې شل ورځې وړاندې يو شمېر خيريه موسسو د دغې ولسوالۍ له بېل وزله خلکو سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه چې د ولسوالۍ مسولينو نور خوراکي توکي ويشلي و او دال يې خلکو ته نه دي تقسيم کړي.

دی وايي، ياد دال پرون په يو زرنج موټر سايکل يې بار شوي و او ښار ته د خرڅ په موخه وړل کېدل چې ونيول شول.

بلخوا د سره رود ولسوالۍ امنيه قوماندان سيد نعيم پاچا وايي، ياد کسان او په زرنج کې بار دال دوی نيولي او قوماندانۍ کې يې ساتلي خو لا څرګنده نه ده چې يادو کسانو دا خوراکي توکي په کومه موخه انتقالول.

تر ډيره ويل کېږي دا خوراکي توکي د ولسوالۍ د سکټوري مدير نوراغا سمندر له لورې د خرڅ په موخه ښار ته انتقالېدل؛ خو وايي خلکو دال نه اخېستل نو د ولسوالۍ اضطرار کمېټې پرېکړه وکړه چې دا خوراکي توکي ښار ته انتقال کړي او په بدل کې يې نور خوراکي توکي راوړي.

هغه پژواک سره د خبرو پرمهال په خندني انداز وويل: ((د مټرو دال خو څوک مفته هم نه اخلي.))

د ولسوالۍ سکټوري مدير وايي، دا چاره د ده په لاسليک شوې خو پرېکړه د اضطرار کمېټې کړې چې مشري يې د سره رود ولسوال کوي.

خو د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني پژواک سره خبرو کې وويل چې نوموړی پرون پر دنده نه و او له دغې موضوع دقيق معلومات نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد