منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۱ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار اوسېدونکي د خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۴ کتنې

جلال اباد (پژواک د غويي لومړۍ نیټه ۹۹): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، له کله راهېسې چې د کرونا ويروس له امله لارې تړل شوي جلال اباد ښار او ولسواليو کې د خوراکي توکو بيې ډيرې لوړې شې دي.
د خلکو په خبره د اوړو يوه پنځوس کيلوي بوجۍ له ۱۵۰۰ افغانيو تر دوو زرو پورته شوې، يو من الوګان له ۸۰ افغانيو تر ۲۵۰ افغانيو پورته شوې او په همدې ترتيب د ژوندانه د لومړنيو خوراکي توکو ټولې بيې لوړې شوي دي.

صاحب ګل چې د مزودرۍ په موخه جلال اباد ښار ته راغلی و او له څو ساعتونو انتظار وروسته هم ورته مزودري نه وه پيدا شوې وايي، له يوې خوا بې روزګاري او له بې لخوا د نرخونو لوړېدل خلک بې حوصلې کوي.

دی وايي: ((کار خو پيدا نه شو خو دا زر افغانۍ مو کور کې وې، په دې مې يو څه سودا واخېسته اوړه او غوړي خو د اخېستو نه دي مجبور يو همدا مانچې او يو څه بل څه باندې ژوند تېر کړو.))

د جلال اباد ښار اوسېدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، پخوا به چې جلال اباد ښار کې يو څيز په سل کلدارې چې پنځوس افغانۍ کېږي خرڅېده اوس تر دوو سوو افغانيو لوړ شوی دی.

دی زياتوي له يوې خوا د کرونا ناروغۍ له امله ښارونه قرنطين شوي او خلک بې روزګاره شوي او له بلې خوا نرخونه لوړ شوي چې د غربت کچه يې هم زياته کړې او پر حکومت يې غږ وکړ چې د خپلې دندې له مخې بايد نرخونه کنټرول کړي.

د ننګرهار يو بل اوسېدونکی عبدالضمير وايي، که د قرنطين او لارو بندېدو خبره راپورته کېږي نو سوداګر او دوکانداران ترې يوه ورځ مخکې نرخونه لوړوي.

د جلال اباد ښار د اصنافو هټيوالو د خونې مشر عزيز الرحمن عرب بيا وايي، په نړۍ کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله نړيوال بازار کې نرخونه لوړ شوي چې له امله يې په افغانستان کې هم نرخونه لوړ شوي دي.

هغه پژواک سره خبرو کې وويل، د نړيوالو نرخونو له لوړېدو سربېره د افغان سوداګرو پر وړاندې بله ستونزه د لارو بندښت دی چې زرګونه لارې په پاکستان کې بندې پاتې دي او هره ورځ پرې اضافي لګښت راځي چې ورسره نرخونه هم لوړېږي.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، هڅه يې پيل کړي چې د خوراکي توکو نرخونه بېرته کنټرول کړي. هغه زیاته کړه، جلال اباد ښاروالۍ هره ورځ په همدې برخه کې کمپاين کوي چې نرخونه را کنټرول کړي او د دې ترڅنګ د پاکستان له لارې د لاريو راتګ ته د لارې خلاصون هڅې هم روانې دي چې د سوداګريزو توکو په راتګ سره به هم نرخونه کنټرول شي. ا

افغان سوداګر وايي، د ۱۵زره په شاوخوا کې لاريو کې بار سوداګريز توکي يې د پاکستان له کراچۍ بندر څخه تورخم، سپين بودلک او چمن دروازو پورې بند پاتې دي.

خوپاکستان له تیرې اونۍ راهیسې په اونۍ کې درې ورځې د سوداګریزو موټرو پر مخ لارې پرانستلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد