منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل دیوان بیګي کې سیلاب د لسو کورونو ځینې دیوالونه نړولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۴ کتنې

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۹۹): د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند په دیوان بیګي سیمه کې سېلاب د شاوخوا لسو کورونو ځینې دیوالونه نړولي، خو ځاني زیان نه لري.

د دغې ناحیې رئیس اسدالله زمري پژواک خبري اژانس ته وویل چې سیلاب دغه زیان نن سهار اړولی دی.

دی وايي:"په دیوان بیګي کې د اوبو یو کانال دی چې له پغمان ولسوالۍ څخه اوبه په کې راځي؛ دې کانال ته نږدې خلکو کورونه جوړ کړي او د کانال پراخوالی یې را کم کړی دی؛ له همدې امله چې نن سهار د باران اوبه را ډېرې شوې، خلکو ته یې زیانونه واړول."

هغه زیاته کړه چې د پنځمې ناحیې ریاست سیمې ته یوه ډله استولې تر څو له خلکو سره مرسته وکړي او دا مهال د دغې ناحیې څلور وسایل هلته په کار بوخت دي.

 د دیوان بیګي سیمې اوسېدونکي مطیع الله پژواک ته وویل چې د ده کور ته هم اوبه ور اوښتې دي، خو ځینې نور کورونه یې سخت زیانمن کړي دي.  

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې