ژبه

د ننګرهار- کونړ د مرمرو او د پروان د تراورتین تړونونه لاسلیک شول

کابل (پژواک، ۲ غويي ۹۹): د کانونو او پیټرولیم وزارت لخوا د ننګرهار- کونړ د مرمرو او د پروان د تراورتین تړونونه له افغان شرکت سره لاسلیک کړل.

له ارګ څخه د غویي په دومه، پژواک خبري اژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او نچرل سټون شرکت ترمنځ د کونړ – ننګرهار د مرمرو او پروان تراورتین دوه جلا تړونونه، لاسلیک شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست عنایت الله مومند وویل، د کانونو وزارت د تګلارې او د ولسمشر د لارښوونې په اساس چې وزارت باید له مصرفي څخه په عایداتي بدل شي، د دوو پروژو تړونونه لاسلیک ته چمتو او نورې پروژې هم په پام کې دي.

هغه زیاته کړه:« د مرمرو پروژه په ننګرهار او کونړکې موقعیت او اکتشافي ساحه یې ۲۷ کیلو متر مربع مساحت لري. همدارنګه د پروان پراورتین پروژې اکتشافي ساحه ۶ کیلو متر مربع ده.

د مومند په وینا، د دغو تړونونو اکتشافي موده درې کاله ده او قراردادي ژمنه کړې چې په یو کال کې یې بشپړه کړي.

وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست عنایت الله مومند او د نچرل سټون شرکت رئیس محمداصف ستانکزي د کونړ – ننګرهار د مرمرو او پروان پراورتین دوه جلا تړونونه لاسلیک کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني دې مراسمو ته وویل، دغه نننۍ وړه پانګونه د لوی حرکت نښه ده او ارزښت یې په دې کې دی چې په هر هیواد کې وړې پانګې د حرکت ماشینونه دي چې منځنیو او لویو متشبثینو ته لاره پرانیزي .

 هغه زیاته کړه، افغانستان سلګونه ټنه او له څلوېښت رنګه زیات مرمر لري چې له دې لارې پرېمانه عاید ترلاسه کېدای شي او دا د خودکفایي لپاره مهم ګام دی.

د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند ویاند عبدالقدیر متفي پژواک اژانس ته وویل، د یاد قرارداد په اساس شرکت مکلفیت لري ترڅو د شاوخوا د ۱ عشاریه ۷۷ میلونه ډالر پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په لومړي اکتشافي دوره کې به په حدود ۳۰۰ نه تر ۳۵۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابریږي او ورسته له استخراج نه به په شاوخوا  د ۲۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابریږي.

د یادونې وړ ده چې یاد شرکت په حدود د ۱۵ میلونه ډالر پانګونه په اکتشاف/ پروسس او صادراتو برخه کې ترسره کړې. او د ۵ میلونو ډالرو نورې پانګونې تعهد لري.

متفي وویل، د افغانستان دصنایع استخراجي سکټور تګلارې په اساس په صنعتي منرالونو کې لکه تالک او مرمر برخه کې او دسیمنټو برخه کې پروژې لاسلیک ته اماده دي.

login or register a new account.