کابل (پژواک، ۴غويی ۹۹): د برېښنا شرکت وایي چې د جګړې له امله د بغلان ولايت په مربوطاتو کې يو ځل بيا د ازبکستان هېواد د واردتي برېښنا مزى پرې شوی.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د غويي په څلورمه د برېښنا شرکت له لوري رسنيو ته استول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د بغلان د دوشي ولسوالۍ په ګزان سيمه کې د حکومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه کې د ازبکستان هېواد د ورداتي برېښنا مزى په دوو سيمو کې پرې شوى دى.
سرچينه زياتوي چې د ياد مزي په پرې کېدو سره د پلازمېنې کابل ترڅنګ د يو شمېر نورو ولايتونو برېښنا هم پرې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا ریاست کارکوونکي سیمې ته رسېدلي، د يوه سرکت د بېرته تړلو يې کارې پيل کړى او د جګړې په درېدو سره به د دويم سرکت د بېرته وصلولو کار هم پيل کړي.
د برېښنا شرکت ډاډ ورکړى چې تر نن مازيګره به د کابل او نورو ولايتونو برېښنا بېرته وصل کړي.
د يادونې ده چې په تېرو څو کلونو کې دا څوم ځل دى چې د بغلان په مربوطاتو کې د وارداتي برېښنا مزي پرې کيږي چې بيا يې له امله د څو ورځو لپاره کابل او ځينې نور ولايتونه له برېښنا څخه بې برخې وي.
login or register a new account.