کلات (پژواک، ۵ غویی ۹۹) : دکابل- کندهار پر لویه لاره د زابل په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل دترافیکو مدیر فریدالله صافی وایي چې د کابل - کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت دشهر صفا ولسوالۍ اړوند له احمدزي کلي سره نن سهار ترافیکي پېښه شوې ده.
هغه د غویي په ۵مه، پژواک اژانس ته وویل، یاده پېښه چې د یوه کورلا او مازدا موترو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې, په پایله کې یې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
صافی وایي، ټپیان د درملنې په موخه دزابل ولایتي روغتون ته انتقال شوي, خو د ټپيانو د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










