منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بریتانیا کې افغان سفیر په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو له برنامې ننګه وکړه

· ۷ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک، ۷ غویی ۹۹) : په بریتانیا کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو له برنامې ننګه کوي، خو زیاتوي چې ناڅاپي او بیېړنی حرکت او اصلاح خورا ګډودي رامنځته کولی شي.

نوموړی وایی، غوره دا ده چې د اصلاحاتو بهیر له احتیاط او حوصلې سره پلی او د دغه وزارت له مسلکي او تجربه لرونکو کادرونو سره د سلا، ‌مشورو او همغږۍ په رڼا کې دې اصلاحات ترسره شي.

جواد دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل چې په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د بهرني سیاست ادارې او بنسټ د پام وړ بدلون موندلی او وده یې هم کړې چې په دې لړ کې یې روزل شوي او یو ښه شمېر پوه او اغېزمن دیپلوماټان هم ټولنې ته وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړه : ((د سیمې د هېوادونو د دیپلوماټانو په پرتله، په ډېرو سیمه ییزو او نړیوالو دیپلوماټیکو ناستو کې زه د خپلو مسلکي او تکړه ځوان دیپلوماټانو په اړه د ویاړ احساس کوم. د دوی له مهارتونو، صداقت او لیاقت څخه باید نور هم په ښه توګه کار واخیستل شي. ))

د جواد په وینا، مسلکي کار د دیپلوماټانو لخوا تر سره کېږي او سفیران د لوړو کچو اړیکو د ساتلو لپاره ګومارل کیږي. د دیپلوماټانو ګومارنه او ټاکنه په افغانستان او هر یو بل هېواد کې باید پرته له آیډیالوژیک، قومي، یا اقتصادي اړیکو پرته ترسره شي, ځکه چې دیپلوماټان په سفارتونو کې اصلي او کلیدي ونډه لوبوي.

افغان سفیر د بهرنیو چارو په وزارت کې د وروستیو اصلاحاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي، د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د اړتیا په اړه هیڅ‌ شک نشته، له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې د اصلاحاتو بهیر ورو او ځینې وختونو کې په ټپه ولاړ و، خو ناڅاپي حرکت او اصلاح خورا ګډودي رامنځته کولای شي.

نوموړی وایي، غوره دا ده چې د اصلاحاتو بهیر له احتیاط او حوصلې سره پلی او د دې وزارت له مسلکي او تجربه لرونکو کادرونو سره د سلا، ‌مشورو او همغږۍ په ترڅ کې تر سره شي.

په لندن کې دافغانستان سفیر چې پخوا په امریکا کې یې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، د نړۍ له سترو قوتونو او پیاوړو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه وایي : (( پر دې پوهیږو چې که زموږ تګلارې د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیاستونو په اړه د ستونزمنو او استثنایي شرایطو په پام کې نیولو سره سم تنظیم نه شي، نو دا تګلارې به بې اهمیته پاتې شي.‌ په اوسنيو استثنایي حالاتو کې، زموږ د بهرني سیاست لومړیتوبونه باید د دوه مهمو ستنو پر بنسټ تن‍ظیم شي. لومړۍ ستنه د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې لپاره د اجماع رامنځته کول، د هوکړه لیک د پلي ‌کولو لپاره پر اصولو موافقه، او د با عزته سولې ترلاسه کول چې په هغه کې زموږ د خلکو لومړني بشري حقونه تضمین او تېرې لاسته‌راوړنې خوندي پاتې شي.))

د جواد په وینا، دویمه ستنه له نړیوالو همکارانو سره همکاري او د افغانستان د پرمختګ لپاره د دوی دوامداره اقتصادي مرستې او د حکومت له نظام څخه ملاتړ دی.

دی وایي، د دې دوه ستنو پر بنسټ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د بهرني سیاست نورو بنسټونو جوړښت ته باید بیاکتنه وشي .

جواد وړاندیز کوي چې د بهرنیو چارو وزارت ته واک او صلاحیت ورکړل شي ترڅو نړیوالې اړیکې، د سولې پروسې سیمه‌ییز اړخونه او اقتصادي همکارۍ پراختیا پیدا کړي.

د هغه په وینا، د دیپلوماټانو یوې ډلې لپاره د نارینه او ښځو په ګډون د روزنې ځانګړي پروګرامونه چمتو شي چې د سولې پروسې مدیریت لپاره مسلکي متخصصین وروزل شي. په سیمه او نړۍ کې د سولې بهیر باندې متمرکز فکري او څېړنیزو مرکزونو سره اړیکې رامنځته شي.

ده زیاته کړه، په سیمه او د ڼاتو په غړو هېوادونو کې د کارپوه سفیرانو او دیپلوماټانو ګومارنه چې د هېواد له کولتور، تاریخ او ژبې سره پوره بلد وي .

نوموړی وایي، سفیرانو او لوړ پوړو دیپلوماټانو ته واک ورکړل شي چې خپلو سیمه ییزو او محلي رسنیو سره اړیکې وساتي او د پام وړ حضور ولري, تر څو د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خلکو غوښتنې او دریځ د ګاونډیو هېوادونو په هکله شریک کړي.

د هغه په وینا، هر چېرې چې افغان دیپلوماټان غلي وي او خپل غږ نه پورته کوي، مخالف لوری له دې فرصت څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي.

جواد زیاتوي، د افغانستان هغو ملګرو سره چې په تېرو کلونو کې یې په نظامي، دیپلوماټیک یا بشري مرستو ماموریتونو کې په افغانستان کې کار کړی، اړیکې ټینګې شي او دا اړیکې په اغېزمنه توګه مدیریت شي او د هغوی له نفوذ او فکر څخه د اروپا، امریکا، حتی هند او روسیې فکري او څېړنیزو مرکزونو کې استفاده وشي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې بریتانیا افغانستان سره اړیکې پاکستان محوره دي ، وایي : (( موږ له برتانیې سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې، نظامي ملګرتیا او روزنیزه همکارۍ لرو. دا ملګرتیا د افغانستان، سیمې او برتانیې لپاره د ګډو امنیتي ګټو پر بنسټ ولاړې دي. ))

د جواد په وینا، په بريتانیا کې مېشت افغان کډوال د افغانستان لپاره بډایه پانګه ده. له بلې خوا، پاکستان د مشترک المنافع هېوادونو یو پخوانی غړی دی؛ نو په دې لحاظ دا هېوادونه یو له بل سره ډېرې نږدې اړیکې لري. سربېره پر دې، په پاکستان کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه او روزنيز کمپونه او همدا راز د پاکستان او برتانیې په جوماتونو کې د افراطي پاکستاني-انګریزي وګړو شتون، برتانیې، پاکستان او نړۍ لپاره امنیتي ګواښ دی.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغان سولې پروسه کې بریتانیا پر پاکستان له خپل اغېز کار اخیستلی شي، افغان سفیر طیب جواد وایي، هو بې له شکه، بریتانیا دغه مسئله په ډېر احتیاط سره د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ پر مخ بیایي.

د نوموړي په وینا، د سولې په مسئله کې بریتانیا په ښکاره ډول د امریکا د دریځ ملاتړ کوي, خو له بلې خوا، په ځینو تګلارو او اړخونو کې اعتدال او بدلون غواړي. له اسلام اباد او واشنګتن سره د لندن نږدې اړیکې مثبتې دي او د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

سید طیب جواد له هغو دیپلوماټانو څخه دی چې د کولمبیا او فارک ترمنځ د خورا پیچلې سولې پروسې کې د ګډون تجربه لري، دا چې په افغان سولې پروسه کې يې له تجربې کار اخیستل کېدای شي، هغه وایي : (( له دې حقیقت سره سره چې موږ افغانان فکر کوو چې په هرڅه پوهیږو ، دا تجربې په افغانستان کې اغېزمنې ثابتېدلای شي. زه شاوخوا اووه کاله کولمبیا کې د نا استوګن سفیر په توګه پاتې شوی یم او ما د ولسمشر اوریبي او له دفاع وزیر سانتوس سره شخصي ملګرتیا درلوده. له هغه سره په ولایتي سفرونو کې هغه ځایونو ته تللی یم چې د فارک مخالفینو څخه آزاد شوي او د فارک پر وړاندې نظامي عملیات او خلکو سره د سولې او تاوتریخوالي په اړه خبرې شوې دي.))

جواد وایي، له فارک سره د سولې تر ټولو مهم درسونه چې دا مهال د افغانستان لپاره حیاتي دي، د خبرو اترو لپاره غوره لاره آرامه لاره، د خبرو اترو لپاره کوچنی مګر د معتبر پلاوي ټاکل، د جګړې په دواړو خواو کې د ښځو او قربانیانو وڼډه، د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو مثبته اغېزه، د ضمانت کوونکو حکومتونو دقیق پلانونه او میکانیزمونه چې د مخالفینو لپاره د ټولنیزو ونډې فرصتونه برابراو له ټولنې سره د بښنې بهیر لپاره کار او د اساسي حقونو او اصولو او سیاسي سیستم په ساتنه کې ټینګار دی.

هغه زیاتوي، یوه له لویو ننګوونو څخه د کولمبیا په ایالتونو کې د ښځو، قربانیانو، او مدني ټولنو تر منځ د نظر یووالي ساتل و. تر دې حده چې د بهیر په پای کې د دفاع وزیر سانتوس د ولسمشر اوریبي سره مخالفت وکړ او ويې ویل چې سوله عادلانه نه ده او ولسمشر په دې بهیر کې ډېر زغم درلود.

ده وویل، طبیعي ده چې جګړه به د هېواد په بېلابېلو برخو کې به بېلابېل ډول اغېزه ولري. د ځینو لپاره، د جګړې ختمېدل او د ټوپک بندول کافي دي، او د نورو لپاره د اساسي حقونو خوندي کول او مدني آزادیو او دولتي خدمتونو ته لاسرسی مهم دی. تلپاتې سوله هغه وخت ممکنه ده چې د قربانۍ قیمت د جګړې له قیمت څخه ډېر نه وي.

سید طیب جواد وایي، سوله ستراتېژیک صبر او دوامداره تکتیکي نرمښت ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه : (( زما لپاره له کولمبیا څخه عملي درس دا و چې، “د جګړې په ډګر کې د حکومت ګټل، مخالفینو ته ماته ورکول دي، خو د مخالفینو لپاره د جګړې ګټل په ډګر کې پاتې کېدل دي.))

د هغه په وینا، حکومت باید د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خلکو ټولې اړتیاوې پوره کړي، خو وسله وال مخالفین باید د ژوندي پاتې‌کېدو لپاره ودانۍ ویجاړې کړي. د تلپاتې سولې لپاره پرته له دې چې د سولې او پرېکړې کولو په پروسه کې حکومت او دفاعي ځواکونه بشپړ شي، بل هیڅ انتخاب نه شته ، پراخه او غیر منظمې هڅې، حتی له ښه نیت سره به له منځه لاړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست