جلال اباد (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹) : په ننګرهار ولایت کې د کرونا ويروس له امله تړل شوې لسګونه فابريکې وقايې ته د پاملرنې په شرط بېرته پرانیستل شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د غویي په ۱۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ولسمشر په حکم په دغه ولايت کې ټولې تړل شوې صنعتي فابريکې، چې د کرونا ويروس خپرېدو مخنيوي په موخه تړل شوې وې وقايې ته د پاملرنې په شرط پرانیستل شوې.
د دې ولايت د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد حسن محسن وايي، د یادو فابریکو مسوولين او کار کوونکي مکلف شوي، چې د کرونا ويروس مخنيوي په موخه د عامې روغتيا وزارت وقايوي لارښوونې پر ځان تطبيق کړي.
نوموړی وايي، چې دوی په فابريکو ګرځېدلي او مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې، چې خپلې چارې يو ځل بيا پيل او همدا راز وقايې ته لازمه پاملرنه وکړي.
د يادونې ده، چې د کرونا ويروس د دوام له امله اوس په ټوله نړۍ کې صنعتي فابريکې او نور هغه کاروبار، چې ژوند ور سره تړلی وقايې ته د پاملرنې په شرط پرانیستل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










