منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسان ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۱ کتنې

چاریکار(پژواک,۱۰غویی۹۹):  تېره ورځ ماښام د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسان چې درې ښځې او  دوه ماشومان په کې  شامل دي ټپیان شوي دي .

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وایي چې دغه پېښه تېر ماښام اووه بجې د سالنګ د باغ لالا په سیمه کې رامنځته شوې. 

د هغې په خبره, پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له بغلان ولایت څخه راتلوونکی یو فلانکوچ موټر له سړک څخه وتلی او له یوه ټېلر موټر سره جنګېدلی دی.            

د پروان د سل بستریز  روغتون رییس    ډاکتر عبدالقاسم سنګين وایي چې دې  روغتون ته ۱۴ ټپیان راوړل شوي.

هغه زیاته کړه چې دوه ټپیان یې د ښې درملنې لپاره کابل ته لیږلي, درې ّنور یې په دې روغتون کې بستر او پاتې نور رخصت شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې