منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له کرونا سره د مبارزې لپاره د ترانسپورټ وزارت له بودیجي ۵۰۰ میلیونه افغانۍ تنقیص تایید شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹): د اقتصاد عالي شورا غونډې، له کرونا ویروس سره د مبارزې د تمویل په موخه د ترانسپورټ وزارت د ۵۰۰ میلیون افغانیو بودیجې تنقیص تائید کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.

په دې ویډیو کنفرانس کې، کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي د تمویل په موخه د ترانسپورټ وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د منظور شوې بودجې او انکشافي پروژو د مالي منابعو په راپور، د لوړو زده کړو وزارت د منظور شوې بودجې په راپور او د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه کې د تنقیص وړ پیسو او د کانونو وزارت د ۱۳۹۹ د منظور شوې بودجې د تطبیق راپور او یو لړ نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې شوي دي.

سرچینه لیکي چې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې عمومي رئیس او د ترانسپورټ وزارت سرپرست محمد یما شمس، کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي د تمویل لپاره د ترانسپورټ وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال منظور شوې بودجه کې د انکشافي پروژو او د هغو د تعدیل د مالي منابعو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

شمش وېیلي:«په اختیاري انکشافي بودجه کې د سړکونو ترانسپورټ ادارې، د سړکونو ملي ادارې، د ملکي هوایي چلند ادارې، د ریل پټلۍ ادارې او ترافیکو ادارې اړوند پنځه پروژې شاملې دي، تیار یوو چې کویډ ۱۹ ویروس سره د مبارزې د تمویل لپاره ۵۰۰ میلیون افغانۍ تنقیص کړو.»

ولسمشر غني په یاده ناسته کې په دې اړه وېیلی چې د ترانسپورټ وزارت د پروژو په اړه نړیوال بانک سره تفصیلي خبرې شوې دي وېیلی چې دغه پروژې په بحران کې قرار لري، استملاک په کې په شفاف ډول موجود نه دی، د چاپیریال ساتنې پلان یې نیمګړی دی، پروژې تفصیلي ډیزاین نه لري، د پروژو مدیریت کمزوری دی، په ټاکل شوي وخت یې څارنه نشي کېدای او د پیسو د ورکړې په سیستم کې جدي ستونزې موجودې دي.

ولسمشر زیاته کړې چې د ترانسپورټ وزارت د استملاک پروژې مسوولیت دې یوه ځانګړې اداره واخلي چې کېدای شي د ځمکو اداره یې پر غاړه واخلي.

د هغه په وینا، تر هغو چې د نړیوال بانک شرایط  ونه منل شي، پروژې انکشاف نه شي کولی نو ځکه خو دې د ترانسپورټ وزارت د کورنیو قراردادیانو ظرفیت لوړ کړي او یوې واضح اصلاحي طرحې ته اړتیا ده.

غني زیاته کړه چې د دې ادارې ظرفیت دې لوړ شي، ځکه د اقینې ـ اندخوی ریل پټلۍ حیاتي ده، افغانستان له ترکمنستان سره تر ټولو ډېره راکړه ورکړه لري او همداراز باید د تور غونډۍ اساسي تاسیسات هم جوړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د اقتصاد عالي شورا غونډې، کویډ ۱۹ ویروس سره د مبارزې تمویل په موخه د ترانسپورټ وزارت د بودجې تنقیصات تائید کړل.»

وروسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي، غونډې ته د دغه وزارت د منظور شوې بودیجې راپور او له کرونا ویروس سره د مبارزې د تمویل لپاره د ۱۳۹۹ مالي کال د تنقیص وړ پیسو راپور وړاندې کړی.

د ده په وینا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د لوړو زده کړو وزارت منظور شوې بودجه، یو میلیارد او ۳۷۵ میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ ده چې له هغې جملې ۶۸۵ میلیون او ۵۰۰ زره یې اختیاري ده چې ۷۵ میلیون یې د مالیې وزارت له لوري تنقیص شوې او ۱۹۳ میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ یې د تنقیص وړ دي.

بالاکرزي وېیلي، «کمونیټي کالج» له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو وینټلاټور یا د مصنوعي تنفس دستګاه جوړه کړې چې ۳۵ زره افغانۍ لګښت لري او عامې روغتیا وزارت باید هغه وارزوي چې که معیارونه یې بشپړ کړي وي، تولیدي ظرفیت یې لوړ شي.

خو د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح وېیلی چې د لوړو زده کړو وزارت دې په یوه اونۍ کې له دویمو واحدونو سره سلا وکړي او د دې وزارت پروژې دې په ډېری ځایونو کې نه درول کېږي.

ولسمشر غني په دې اړه وېیلي:« تاسو د ملي انکشاف شرکت مسوولینو سره غونډه وکړئ ترڅو له یوه باب څخه بل باب ته د بودجې د انتقال څرنګوالی وارزول شي.»

د خبرپاڼې له مخې وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال منظور شوې بودیجې د پلي کېدو د څرنګوالي راپور او د کرونا ویروس د مخنیوي د تمویل لپاره د هغې تعدیل د یاد وزارت د تخنیکي مرستیال عنایت الله مومند له لوري وړاندې شو.

هغه همداراز په غونډه کې د هیواد په شمال کې د ګازو دویمې څاه د کیندلو لپاره د بودجې کموالی چې ۹۶۱ میلیون افغانۍ کېږي، د ټاپي پروژې د حقوقي فعالیتونو لپاره (DLA PIPER)   حقوقي شرکت ته د خدمتونو وړاندې کولو له امله د ۲۰ میلیون افغانیو ورکړه، د جیولوجي سروې معینیت د جیولوجي او کیندنو مطالعاتو پروژې ۲۱۰ انجینرانو او د شبرغان ـ مزار شریف د ۹۴ کیلومټره پایپ لاین ساحوي پروژې ۸۰ انجینرانو ته د حق الخطر پیسو ورکړه مطرح کړه.

ولسمشر غني په دې اړه وېیلي چې د ګازو دویمې څاه د کیندلو بودیجه دې د کال په منځ کې ورکړل شي، ځکه چې د څاه کیندل مهم دي او د شمال د صنعت وده ورسره تړلې ده.

هغه زیاته کړې چې د ټاپي پروژې د حقوقي خدمتونو وړاندې کولو له امله دې ۲۰ میلیون افغانۍ ورکړل شي او د حق الخطر په لیکلې مقرره به د کابینې په راتلونکې غونډه کې بحث وشي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد