کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) : له ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره وايي، چې د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي چې ۷.۳ میلیونه یې یوازې ماشومان جوړوي.
د یادې ادارې له خوا دغویي په ۱۲مه، په یوه خپور شوي راپور کې راغلي ، په داسې حال چې د کرونا له ویروس سره د مبارزې په هدف بازارونه تړل شوي ورسره سم د افغانستان په لویو ښارونو کې د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې دي.
له ماشومانو د ملاتړ دغه نړیوال بنسټ زیاتوي چې په نړۍ کې د کووید ۱۹ بحران تر رامنځته کېدو مخکې په افغانستان کې یوازې د جګړو له امله د اړمنو ماشومانو شمېر ۵.۲۶ میلیون تنو ته رسېده چې اوس دغه شمېر زیات شوی دی.
له ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره زیاتوي چې د بازارونو د تړل کېدو له امله عرضه کمه خو تقاضا زیاته شوې چې په وینا یې یوازې په تېره میاشت کې د وریجو او غړو بیو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
سرچینې زیاته کړې، د خوراکي توکو د تازه راپور له مخې تر پنځه کلنۍ کښته شاوخوا دوه میلیون ماشومان د سختې لوږې له امله ځوریږي.
د ماشومانو د ملاتړ ادارې د افغانستان د برخې مشر تیموتي بیشپ ویلي،د خوراکي موادو کمښت کېدای شي د افغان ماشومانو پر جسمي او روحي ودې باندې اغېز وکړي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتي چې په لرې پرتو سیمو کې اړمنو کورنیو،ماشومانو، امیندوارو مېرمنو او اړ کسانو ته د غذايي موادو رسېدو په برخه کې مرستې وکړي, تر څو په خوارځواکۍ ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیول شي.
راپور وايي چې ماشومان د کرونا ویروس په مقابل کې د قوي دفاعي سیستم په لرلو سره قوي او ګټورو خوړو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" هم ویلي و چې افغانستان د ۱۱.۳ میلیونو ماشومانو په درلودو سره په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې ماشومان یې په ډېرو بدو حالاتو کې ژوند کوي او د خوړو ستونزې سره مخ دي.
یونیسف ویلي چې په افغانستان کې دوه نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له رنځ څخه کړیږي چې په دغه شمېر کې شاوخوا ۷۰۰ زره یې په عاجل ډول غذایي مرستې ته اړتیا لري.
login or register a new account.