ژبه

دتورخم او سپین بولدک لارې به اوونۍ کې پنځه ورځې د سوداګرۍ لپاره خلاصې وي

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) : د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي، پاکستان ورسره منلې چې له دې وروسته د تورخم او سپین بولدک لارې به اوونۍ کې پنځه ورځې د سوداګرۍ پر مخ پرانېستې وي. 

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا د غویي په ۱۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی د هڅو او په کابل کې د پاکستان د سفارت په همکارۍ د هغوی حکومت دا منلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې هره اوونۍ له دوشنبې ترجمعې ورځې پورې به یادې لارې د سوداګرۍ پر مخ پرانېستې وي.

د سوداګرۍ وزارت هیله څرګنده کړې چې له دې سره به په بازارونو کې د توکو بیې ټیټې شي.

د ننګرهار ولایت د ګمرک رییس نصرالله صاحب زاده وایي چې د افغان سوداګرو د ستونزو حل په موخه یې هلې ځلې کړې دي.

هغه پژواک ته وویل، د افغانستان او پاکستان هېوادونو د یوه تازه اقدام په ترڅ کې به له دې وروسته د تورخم او سپین بولدک لویې لارې د افغان سوداګریزو مالونو او ترانزیټ پرمخ په اوونۍ کې پنځه ورځې خلاصې وي.

د نوموړي په وینا, د تورخم لویه لار په اوونۍ کې درې ورځې د افغان سوداګرو د مالونو او ترانزیټ پر مخ خلاصه وه چې افغان سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و، د ستونزو حل په موخه یې څو ځلې سوداګرو سره ناستې وکړې, د دوی ستونزې یې واورېدې او یادې ستونزې یې له مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سره د حل په موخه شریکې کړې .

ده زیاته کړه : ((موږ هڅه کوو چې د تورخم لویه لار د ترانزیټ پر مخ د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه شي.))

بلخوا د کندهار ولایت مقام هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر دې وروسته به د کندهار سپین بولدک لویه لار له پاکستان سره د ترانزیټ لپاره په اوونۍ کې پنځه ورځې پرانیستې وي.

د یادونې ده، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د پاکستان حکومت تېره میاشت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې، خو بیا وروسته یې د افغان حکومت په غوښتنه اوونۍ کې درې ورځې لارې پرانېستلې.

login or register a new account.