کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹) د هېواد وتلی ژورنالېست او د طلوع نیوز پخوانی رییس مجاهد کاکړ د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
طلوع نیوز نن د غویی په ۱۵مه، تر ماښام وروسته اعلان وکړ، چې مجاهد کاکړ د جرمني په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
کاکړ له تېرو څو کلونو راهیسې د سرطان پر ناروغۍ اخته او په جرمني کې تر درملنې لاندې و.
د پژواک اژانس اداره د هغه په مړینه خواشیني څرګندوي او د هېواد د رسنیو ډګر لپاره یې لویه ضایعه ګڼي.
ولسمشر اشرف غني، پخواني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله، ګڼ شمېر سیاسي مشرانو، دولتي چارواکو، والیانو، د ملي شورا غړو، مدني فعالانو او د رسنیو ټولنو او د رسنیو د ادارو مشرانو د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
login or register a new account.