پلخمری (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹): د بغلان يو شمېر قومي مشران وايي چې د يو شمېر کسانو د لاسوهنو او حکومت د نه پاملرنې له امله په دغه ولايت کې د يوه سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.
د دغه روغتون د جوړېدو چارې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د مرکز پلخمري په حسين خېلو سيمه کې پيل شوې دي.
د همدې سيمې قومي مشر حاجي محمد حسن د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومتي چارواکو له ژمنې سره سم د دغه روغتون چارې بايد په درېیو کلونو بشپړ شوې واى، خو د پنځو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه يې نيمايي کار هم نه دى ترسره شوى.
هغه د چا نوم ياد نه کړ خو ويې ويل: ((يو شمېر مغرضو کسانو يې د جوړېدو مخه نيولې او حکومت يې هم پر وړاندې چوپه خوله دى.))
د حسين خېلو د سيمې د ولسي تړون شورا مشر فرهاد احمدزي پژواک ته وويل چې په پيل کې د روغتون د جوړېدو چارې سمې روانې وې خو د وخت په تېرېدو سره ټکنې شوې.
نوموړى زياتوي چې دغه موضوع يې څو ځلې د ولايت له مقام سره شرېکه کړې خو تراوسه د حل لار ورته نه ده پيدا شوې.
دغه راز د بغلان مدني ټولنې اجراييوي مسوول کبير احمدزي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې يو شمېر مافيايي کړۍ د خپلو شخصي ګټو لپاره د ټولګټو پروژو د پلي کېدو مخه نيسي.
ده هم په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو ټينګار يې وکړ چې دغه موضوع بايد په کره ډول ولسمشر ته ورسول شي.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د عامې روغتيا رييس حبيب الله محب پژواک ته وويل چې د حسين خېلو سل بستريز روغتون چارې شاخوا ٤٥ سلنه بشپړې شوي, خو د کار د ځنډېدو په اړه يې معلومات نه لري.
ده وويل: ((وزارت هم معلومات غوښتي دي، د معلوماتو په ټولولو بوخت يو، خو په دې اړه بايد قراردادي شرکت او د ولايت مقام معلومات ورکړي.))
د يادې پروژې د قراردادي شرکت مدير انجنير مقصود پژواک ته وويل چې د بغلان د عامې روغتيا رياست د بې ځايه لاسوهنو له امله د حسين خېلو روغتون د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي.
هغه وايي: ((د هرې ورځې کار په اړه مو مسوولينو ته خبر ورکړى دى، خو حکومتي مسوولين سمه همکاري نه کوي، څو ورځې وړاندې مو د ولايت مقام ته يو مکتوب واستاوه، چا نه اخيسته، بلاخره وزارت مو پرې خبر کړ او کار مو وځنډاوه.))
د هغه په وينا, که حکومت پر وخت دوى ته پیسې ورکړي او ستونزې پيدا نه کړي حاضر دي چې په درېيو مياشتو کې د روغتون پاتې چارې ترسره کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان سرپرست والي عبدالقديم نيازي پژواک ته وويل چې د يو لړ سيمه ييزو ستونزو له امله د روغتون د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي.
هغه وايي: ((قومي مشران له اصلي خبرې خبر نه دي، هسې نيوکه کوي، يو څه مشکل پيدا شوى، موږ کوښښ کوو چې حل يې کړو.))
خو سرپرست والي دغه ستونزه په ډاګه نه کړه.
د يادونې ده چې د ياد روغتون د جوړېدو چارې په ١٣٩٤ کال کې د ٢٨٥ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې خو تر اوسه نه دي بشپړې شوې
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










