ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پغمان ولسوالۍ کې د وچې ډ‌وډۍ د ویش لړۍ څه ډول روانه ده؟

د کابل پغمان ولسوالۍ کې د وچې ډ‌وډۍ د ویش لړۍ څه ډول روانه ده؟

author avatar
6 May 2020 - 16:40
د کابل پغمان ولسوالۍ کې د وچې ډ‌وډۍ د ویش لړۍ څه ډول روانه ده؟
author avatar
6 May 2020 - 16:40

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹) : که څه هم یو شمیر خلک د حکومت لخوا پر اړمنو خلکو د وچې ډوډۍ پر ویش نیوکه کوي چې ګوندې مستحقو ته نه ورکول کیږي، خو د  کابل د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې هلته پروسه ښه روانه ده.

نعمت الله عنایت چې په رضاکاره توګه له دې پروس څارنه کوي؛ وايي چې د لته د ډوډۍ وزن هره ورځ کتل کیږي او دویش لړۍ یې هم منظمه ده.

د نوموړي دمعلوماتو له مخې هره ورځ ( ۷۰۴۶۰  ) او یازره څلورسوه شپیته ډوډۍ، په۳۴ نانواییوکې پخیږي او په ( ۷۰۴۶) اړمنو کورنیو ویشل کیږي.

پغمان کې د ډوډی وویش لړۍ د روان کال د اپریل په ۲۰مه،پیل شوېده.

دعنایت دڅرګندونوله مخې، دکرونا ویروس دانتقال دمخنیوي په موخه، مراجعینو ته ورځنی مهالویش ټاکل شوی او د ګڼې ګوڼې مخه ډب شوېده.

د مرستو د دې لړۍ له پیل مخکې دګذر وکیلانو له خوا اړمنې کورنۍ په نښه شوي اوکارتونه ورکړل شوي دي. 

عنایت وايي چې دښې روڼتیا په موخه په هره نانوایي کې د ناحیې، دعلماوشوراګانو، دښځو شوراګانو او د ځوانانو شوراګانو په استازولۍ یو – یو تن د ډوډیو د ویش لړۍ له نږدې څاري.

دې رضاکار څارونکي، د دولت دغه مرسته مهمه وګڼله او زیاته یې کړه چې بیوزلې کورنۍ ترې خوشحاله دي.

نوموړي،لهخلکوغوښتنهوکړهچېدبېوزلوحقونهخورياوهمپهنظمکېهمکاروهاوسي.

ځايي خلک چې د ډوډیو کارتونه یې ترلاسه کړي، خوشحاله دي او دا یوه ستره مرسته ګڼي.

 د قلعه دلیل اوسیدونکی میراجان چې په وینا یې د خلکو موټر یې چلاوه او د قرنطین له کبله بیکاره شوی اوس هره ورځ لس ډوډۍ ترلاسه کوي.

هغه زیاتوي: ((  په ډوډیو مې ګذاره کېږي. اوله کې یې وزن ښه نه و؛ خو اوس د څارنې له کبله ښه شوی.))

د پغمان د بلسان د کلي اوسیدونکی مسافر چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، د وچو ډوډیو پروسې ته خوشحاله دی.  

دی دا هم وايي چې په کلي کې یې ټول خلک ناداراه دي او کارتونه هم په نادارانو ویشل شوي. 

د وچو ډوډیو ویش پروسې ته نانوایان هم خوښ دي او دا ځکه چې په دې قرنطین حالت کې د دوی کار هم ورسره جوړ دی.

د چندال بايي بازار نانوای محمد یوسف وايي چې هره ورځ یې له نانوایۍ څخه ۲۱۰۰  ډوډۍ پرمستحقو کورنیو ویشل کېږي.

هغه زیاتوي: ((  دولت ته دې خدای خیراوبرکت نصیب کړي چې په دې سختو شرایطو کې یې د بیچاره خلکولاسنیوي وکړ، دا له موږ نانویانو سره هم لویه مرسته ده. )) 

د نوموړي په وینا که څه هم په دې پروسه کې څه ناڅه انډیوالي او خپلوي پالل شوې؛ خو ډیره برخه ترې مستحقین برخمن دي.

مروت،  چې په دود ه مست کلي کې قراردادی نانوای دی، هم دې پروسې ته خوښ دی، هغه وایي : (( که دا قرارداد نه وای، زمونږ نانوايي په روژه کې تړل کیدله؛ ځکه له يوې خوا قرنطین او له بلې خواروژه او د کلي خلک هم ټول بیچاره دي او دوچې ډوډۍ داخیستلو توان چاکې نه وو.))

خو هغه زیاتوي چې د پغمان د بیوزلو وګړو په نسبت یې تخصیص کم دی. خلک له وکیلانو سره په جنجال کې دي. هره ورځ ګڼ نانوایان هم ناحیو ته د قرارداد ترلاسه کولو لپاره ورځي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د کابل په یو شمیر نورو سیمو او ناحیو کې خلکو شکایت کړی چې په دې پروسه کې مستحقو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې ،  دوکیل ګذر او دشوراګانو غړي خپل خپلوانو ته دغه  ډوډۍ ویشي.

دغه راز د پژواک په فیسبوک کې پاڼه کې د یوه سروې له مخې هم ډیرو خلکو اندیښنه څرګنده کړې وه، چې دا وچه ډوډې مستحقینو  ته نه رسیږي.

په ولایاتونو کې هم دا ډول شکایتونه پیل شوي دي، په ننګرهار کې معیوبینو او نابینایانو نن په یوه لاریون کې اعتراض وکړ چې د وچې ډوډې د ویش په پروسه کې نه دي اخیستل شوي.

د وچو ډوډیو د ویش لړۍ د ولسمشر په لارښونه د کابل ښاروالۍ لخوا په دې ښار کې پیل او ځینو نورو ولایتونو ته هم غځیدلې ده.

که څه هم ځینې خلک دا پروسه بې اهمیته ګڼي او د بدیل غوښتنه یې کوي؛ خو ځینې بیا په دې اند دي چې په دې توګه د فساد مخه نیول کیږي او دا ځکه چې څوک ډیر غریب نه وي؛ نانوايي ته لاین کې دریدلو ته زړه نه ښه کوي.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.