Language

چین له افغان ځواکونو سره د درملو او طبي وسایلو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۹): چین له افغان امنیتي دفاعي ځواکونو سره د کرونا ضد طبي توکو او درملو مرسته کړې ده.

په کابل کې د چین  سفیر وانګ یي په ټویټر کې لیکلي چې دا توکي پرون د چین د وسله وال پوځ په یوه پوځي الوتکه کې کابل ته ورسېدل.

هغه زیاته کړې چې یادې طبي مرستې یې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیرې یوسفزاده ته تسلیم کړې.

سفیر ویلي، هېواد يې په هر سخت وخت کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او خپلو مرستو او همکاریو ته به دوام ورکوي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم چین له افغانستان سره د کرونا ضد طبي توکو او درملو مرستې کړې چې په دوو الوتکو کې افغانستان ته رسول شوې دي.

login or register a new account.