کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : له شاوخوا درې لسيزو ځنډ وروسته مزارشریف کې د نباتي غوړيو د توليد دولتي فابرېکې يو ځل بيا فعاليت پيل کړ.
دغه فابريکه دمګړۍ په ۲۴ ساعتونو کې له پنبه دانې څخه ۸ ټنه غوړي توليدوي؛ خو چارواکي وايي، چې هڅه کوي څو د نباتي سرچينو په موندلو سره د توليد دغه کچه ۱۵۰ ټنه غوړيو ته لوړه کړي.
د افغانستان د ماليې سرپرست وزير عبدالهادي ارغنديوال د چهارشنبې په ماښام مزارشريف کې د نباتي غوړيو د توليد فابريکې د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، چې حکومت هڅه کوي څو په نورو ولايتونو کې هم د اقتصادي ځان بساينې په موخه دا ډول فابريکې فعالې کړي.
هغه زياته کړه، چې مزار کې د نباتي غوړيو د توليد فعاله شوې فابريکه به دمګړۍ په ۲۴ ساعتونو کې د ۸ ټنه غوړيو د توليد ظرفيت ولري.
د ارغنديوال په خبره، حکومت هڅه کوي څو د نباتي سرچينو په موندلو سره د توليد دغه کچه تر ۱۵۰ ټنه غوړيو توليد پورې لوړه کړي.
نوموړي له خصوصي سکتور څخه هم غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې پر بنسټيزو پروژو پانګونه وکړي.
د هغه په وينا، افغانستان کرنيز هېواد دی او د دا ډول فابريکو په جوړېدو سره به د توليد او مصرف لړۍ کور دننه ترسره کېږي.
د ماليې وزير له ازبکستان هېواد څخه هم مننه وکړه، چې د غوړيو د دغې فابريکې د بيا فعالولو په برخه کې يې همکاري کړې.
د ازبکستان سفير يادګار خواجه شادمانوف په خپلو خبرو کې د ازبکستان او افغانستان پر دوه اړخيزو اقتصادي همکاريو ټينګار وکړ.
هغه وويل، چې د دغې فابريکې په فعاليت سره به په لومړي ګام کې د شمال زون خلکو لپاره د باکيفيته نباتي غوړيو د برابرېدو لړۍ په رسمي ډول پيل شي.
نوموړي خوښي وښوده، چې د افغانستان او ازبکستان دوه اړخيزې همکارۍ ور تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.
د ازبکستان سفير وويل، چې هېواد يې بلخ او کندوز کې د نباتي غوړيو د توليد فابريکو د مډرنو تجهيزاتو په برابرولو کې بشپړه همکاري کړې ده.
هغه زياته کړه: (( د ازبکستان حکومت له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې په ځانګړې توګه د خوراکي موادو په برابرولو کې د خپلو اړيکو پراختيا ته ژمن دی((.
د کرنې وزارت مرستيال حشمت الله غفوري په خپلو خبرو کې وويل، چې په بېلابېلو ولايتونو کې د غوړيو د توليد فابريکو په فعالېدو سره دوی غواړي چې هېواد ته د وارېدېدونکو غوړيو کچه پنځوس سلنه راټيټه کړي.
هغه زياته کړه، چې افغانستان هر کال د څه باندې پنځه سوه میليونه ډالرو په ارزښت غوړي له بهرنيو هېوادونو څخه وارد کوي، چې د هېواد ۹۸ سلنه اړتيا وړ غوړي له وارداتو څخه تامينيږي.
نوموړی وايي، چې افغان حکومت پلان لري څو د ورته فابريکو په ايجاد سره د غوړيو د وارداتو کچه پنځوس سلنې ته راټيټه کړي.
د هغه په خبره، کرنې او ماليې وزارتونه په ګډه کار کوي؛ څو هېواد کې د تيلي نباتاتو د لا ډېر توليد لپاره زمينه برابره کړي؛ څو د غوړيو د توليد کچه ورسره لوړه شي.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم مزارشريف کې د نباتي غوړيو د توليد فابريکې د فعاليت بيا پېلېدل له اقتصادي اړخه مهم ياد کړل او زياته يې کړه، چې له دې سره به تر يوه حده له بهر څخه د بې کيفيته غوړيو د وارداتو مخه ونيول شي.
هغه له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې د امکان تر کچې له کورنيو توليداتو څخه استفاده وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











