منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۵ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان احصاییوي کالنۍ: په ۱۳۹۸ کال ۱،۳ سلنه صادرات او۸،۵ سلنه وارات کم شوي و

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل(پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): د افغانستان د احصاييوي کالنۍ پر بنسټ، په ۱۳۹۸ کال د افغانستان نفوس ۳۲،۲ میلیونه اټکل شوی، د تورم کچه ۲،۳ سلنه، د ناخالصو عوايدو رشد ۴،۰۳ سلنه و او د غنمو حاصل ۳۵،۳ سلنه ډېر شوی دی.

د معلوماتو او احصايې ادارې، د غويي په ۲۵مه د ۱۳۹۸ کال احصاييوي کالنۍ خپره کړه او په کې ويل شوي چې په دغه احصاييوي کالنۍ کې د وګړو، کرنې، پوهنې، روغتيا، ملي محاسباتو، د بیو شاخص، صنعت، ودانيو، کانونو او انرژۍ، چوپړونو، بهرنۍ سوداګرۍ، د پیسیو احصايې او بهرنۍ مرستې، هغو کسانو ته چې له شمېر ګټه اخلي چمتو کړی شوې ده.

سرچينه زياتوي، دغه نشريه د دې ترڅنګ چې د ۱۳۹۸ مالي کال شمېرې وړاندې کوي، د احصايې له پلوه د هېواد د اقتصادي او ټولنيز وضعيت بشپړ انځور ښيي او احصاييوي معلوماتو ته اسانه لاسرسی برابروي، چې له وزارتونو، دولتي ادارو، غير دولتي سازمانونو، خصوصي سکټور او نړيوالې ټولنې سره د پاليسيو، پرواګرامونو او تصميم نيونو په برخه کې د شواهدو په شتون سره مرسته کولای شي.

د افغانستان وګړي

د احصايې اداره ليکي چې په ۱۳۹۸ کال کې په هېواد کې د وګړو شمېر ۳۲،۲ ميليـونه و، چې ۱۵،۸ ميليـونه يې ښځې، ۱۶،۴ ميليـونه يې سړي دی  او د هېواد له ټول نفوس څخه ۷،۷ میلیـونه ښاري، ۲۳ میلیـونه يې کليوال او ۱،۵ ميليـونه يې کوچيان دي.

د سرچينې په وينا، ۰،۹ ميليـونه کسانو عمر له ۶۴ کلونو پورته، او ۱۵،۳ ميليـونه کسانو عمرونه تر ۱۵ کلونو ټيټ دئ.

د ۱۳۹۸ کال ناخالص توليدات، د بیو شاخص او د تورم کچه

د يادې نشرې د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۸ مالي کې د هېواد کورنيو ناخالصو توليداتو کچه ۱۳۸۹،۶۹ميليارد افغانۍ، د سرانه ناخالصه کورنيو توليداتو کچه  ۴۳۱۵۷،۹۵ افغانۍ او د کورنيو ناخالصو توليداتو حقيقي رشد ۴،۰۳ سلنه و.

سرچينه ليکي چې په کورنيو ناخالصو تولیداتو کې ۲۵،۵۲ سلنه د کرنې سکټورونو، ۱۲،۱۳ سلنه صنعت او ۵۷،۳۸ سلنه د چوپړونو برخې په کورنی ناخالص تولید کې ونډه لرله.

په کالنۍ کې راغلي چې په ۱۳۹۸ کال کې د هېواد د مستهلکينو د بیو شاخص ښيي چې د تورم کچه ۲،۳ سلنه (۳،۷سلنه په خوراکي توکيو او ۰،۹ سلنه په غير خوراکي توکيو) کې وه.

د وړاندې شويو معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۸ کال د وړم کال په پرتله د تورم کچې ۰،۶ سلنه ډېروالی درلود. د مستهلک د قېمت پر بنسټ د تورم تر ټولو لوړه کچه ۷،۷ سلنه د غور او ورپسې ۶،۱سلنه د غزني په ولايت کې وه.

صادرات او واردات

احصاييوي کالنۍ ښيي، چې په ۱۳۹۸مالي کال کې تقريبا ۸۶۳،۸ میلیـون دالـر صادرات وو چې په کې قاچاق او بېرته راصادر شوي مالونه نه دي شامل، نو پر دې اساس د ۱۳۹۷ مالي کال په پرتله په صادراتو کې ۱،۳سلنه کموالی راغلی و چې له ۸۷۵،۲میلیــونه امريکايي ډالرو ۸۶۳،۸ میلیــونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی و.

مرکزي احصاييه ليکي، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ثبت شويو رسمي محصولي مالونو د وارداتو کچه ۶۷۷۶،۸میلیــونه ډالرو ته رسېدلې وه او د وارداتو په مجموعي شمېرو کې قاچاق او مرسته شوي مالونه چې له ګمرکي محصول څخه معاف دي؛ نه دي شامل.

سرچينه ليکي، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ۱۳۹۷ مالي کال په پرتله په وارداتو کې ۸،۵ سلنه کموالی راغلی چې شمېرې له  ۷۴۰۶،۶میلیــون امريکايي ډالرو څخه ۶۷۷۶،۸ میلیــونه امريکايي ډالرو ته رسېدلي دي.

کرنيز توليدات او د برېښنا انرژې توريد

په کالنۍ کې راغلي چې په ۱۳۹۸ کال کې ۵ ميليونه ټنه غنم توليد شوي چې د وړم کال په پرتله په کې ۳۵،۳ سلنه ډېروالی راغلی اود وړم کال په پرتله په ۱۳۹۸ کال کې د غلو او دانو تر کښت لاندې په ځمکو کې ۴۸ سلنه ډېروالی راغلی و.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې د برېښنا انرژۍ توليد او توريد شمېرې ښيي چې په ۱۳۹۷ مالي کال  کې د برېښنا توليد او توريد له ۹۷۸،۷۲ ميليون کيلووات څخه په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۱۲۸۵،۵۰ ميليون کيلوواتو ته لوړ شوی و.

په کالنۍ کې راغلي چې په هېواد کې برېښنا د اوبو، حرارتي او ډېزلي دستګاوو پر مټ تولیدیږي، چې د ۱۳۹۷ کال په پرتله په ۱۳۹۸ کال کې یې ۳۱،۳سلنه ډېروالی درلود.

د کانونو او مایع ګاز توليد

د معلوماتو او احصايې اداره ليکي چې افغانستان د کانونو او ګازو غني زېرمې لري چې د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره يې د پام وړ امکانات برابر کړي دي.

سرچينه زياتوي، په افغانستان کې د اوسپنې، بېرايت، مس او نفتو زېرمې شته، د کانونو د توليداتو په ارزښت کې د وړم کال په پرتله په ۱۳۹۸ کال کې ۶،۹ سلنه کموالی راغلی و او په ۱۳۹۸ مالي کې د طبيعي ګازو توليد ۱۲۸،۷  میلیـون متـر مکعـبه و چې  د وړم کال په پرتله په کې ۱۵،۹۹ سلنه کموالی راغلی و.

د روغتيا برخه

په کالنۍ کې راغلي چې لا هم په هېواد کې روغتيايي مرکزونه کم دي او د «اچ ای وي» پر وېروس د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالی ګواښونکی دی.

په کالنۍ کې راغلي چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۲۷۳۶ روغتيايي مرکزونه وو چې د ۱۳۹۷ کال پر تله چې هغه مهال     ۲۴۰۸ روغتيايي مرکزونه وو، ۱۳,۶ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په دغو روغتيايي مرکزونو کې فرعي، اساسي او جامع روغتيايي مرکزونه شامل دي چې د هر روغتيايي مرکز په ډېرېدو سره لا هم ليدل کېږي چې په ۱۳۹۸ کال کې روغتيايي اسانتياوې کافي نه دي او د هرو زرو کسانو لپاره پنځه بستره او ۳ ډاکټران شتون لري.

د وړاندې شويو شمېرو له مخې،  په ۱۳۹۸ کال کې د اېډز د ناروغانو شمېر ۲۹۲۳ تنو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله په کې ۸،۷ سلنه ډېروالی ښيي.

دغې ادارې د يادو شمېرو ډېروالی ډېر ګواښونکی بللی او ويلي يې دي چې بايد دې برخې ته ډېره پاملرنه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد