ژبه

د تورخم او سپین بولدک لارې په بشپړه توګه خلاصیږي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۹) : د تورخم او سپين بولدک لارې له دوشنبې ورځې څخه په بشپړه توګه د مسافرینو او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي د غویي په ۲۷مه، په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دا لارې به اوونۍ کې شپږ ورځې ۲۴ ساعته پرانیستي وي.

هغه زیاته کړې چې اوسمهال یواځې د پاکستان له خوا سوداګریزتوکي افغانستان ته لېږدول کیږي، خو له کوچني اختر وروسته به له افغانستانه هم پاکستان ته صادرات پیل شی.

احمدي د افغانستان او پاکستان له خصوصي سکتور څخه مننه کړې چې د کرونا او قرنطین په حالاتو کې د دواړو هېوادونو له حکومتونو سره یې همکارۍ کړې دي.

د سوداګرۍ وزیر ډاډ ورکړی چې د صادراتو او وارداتو په برخو کې به له سوداګرو سره هر ډول مرستې کوي او اسانتیاوې به ورته برابروي.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم پژواک اژانس ته ومنله چې یادې لارې به له دوشنبې ورځې پرانیستل شي.

د پاکستان حکومت نن هم د تورخم لاره د یوې ورځې لپاره د مسافرینو پرمخ پرانستې او اټکل کیږي چې پنځه زره افغانان هېواد ته را ستانه شي.

د یادونې ده چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي له امله پاکستان دوه میاشتې مخکې یادې لارې د خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړلې وې، خو دوه اوونۍ مخکې یې په اوونۍ کې درې ورځې یادې لارې د سوداګرۍ پر مخ پرانیستلې او کله کله یې یادې لارې د مسافرینو پرمخ هم پرانیستلې دي.

login or register a new account.