کابل(پژواک، ۲۷ غويی ٩۹): کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په څېر د لومړنيو خوراکي توکو، سون توکو او سرو زرو بیې له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د تايمني څلورلارې د اسيا خوراکي توکو پلورنځي د معلوماتو پر بنسټ، نن د تېرې اوونۍ په څېر د ۲۴ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريجو عمده بیه ۲۳۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کيلوګرامه قزاقي اړوو بیه په ۱۸۵۰ افغانۍ، ۴۹ کيلوګرامه بوره په ۲۲۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره الحيات غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ، يو کيلوګرام اندونيزيايي شين چای په ۳۲۰ افغانۍ او يو کيلوګرام افريقايي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځینو توکو پرچون پلور بيې د هغو له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې لږ، خو په ځينو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار د درېيم مکروريان یړه هټۍ وال محمد ذکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ۴۹ کيلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بيه ۱۹۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ۲۳۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کيلوګرامه لومړۍ پاکستانۍ سېلې وريجو بيه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشيد غوړيو بيه ۱۴۵۰ افغانۍ ده، دغه راز يو کيلوګرام اندونيزيايي شين چای په ۳۲۰ افغانۍ او يو کيلوګرام افريقايي تور چای په ۳۶۰ افغانيو پلورل کيږي.
د سون توکو بيې له کوم تغییر پرته پر خپل ځای دي.
د احمديار ګروپ د کمپينو معلوماتو پر بنسټ، نن د تېرې شبنې ورځې په څېر يو لېار پټرول په ۳۵ افغانۍ او يو ډيزل په ۳۸ افغانيو پلورل کېږي.
دغه راز د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې د پل پادشاه په سيمه کې ګاز پلورونکی محمد ظريف وايي چې نن هم يو کيلو ګاز د تېرې شنبې ورځې په څېر په ۴۰ افغانيو پلورل کېږي.
د سرو زرو په بيو کې هم بدلون نه دی راغلی.
د کابل ښار د زرګرانو ټولنې رياست د معلوماتو پر بنسټ، نن هم د تېرې شبنې ورځې په څېر ۷۵۰ عيار يو ګرام عربي سره زر په ۲۸۵۰ افغانيو او ۵۸۵ عيار يو ګرام روسي سره زر په ۲۲۵۰ افغانيو پلورل کېدل.
د ډالر او کلدارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت
د کابل ښار شهزاده سرای د صرافانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نن د غويي ۲۷مه يو امريکايي ډالر په ۷۶،۵۵ افغانيو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۷ افغاني بدلېدې.
دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۲۰مه يو امريکايي ډالر په ۷۶،۱۰ افغانيو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۵ افغانيو تبادله کېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










