منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په جلال اباد کې د چت لوېدو دوو پېښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ۳۰ غويی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د دوو کورونو د چتونو رالوېدو له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند مجبور اباد سيمه کې پرون ماښام ناوخته د محمداغا په نوم د يوتن د کورچت د لوېدوو پېښه کې څلور ماشومان مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

خوګیاڼی همدا راز وایي، د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند قول اردو فاميلو سيمه کې هم د يو چت لوېدو له امله څلور کسان ټپيان شوي دي .

 دی زياتوي، دواړه پېښې د تېرې شپې د سخت طوفان د لګېدو له امله رامنځته شوې دي.

هغه وايي، د پېښو سيمو ته مرستندويه ډلې رسېدلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې