منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۶ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هېواد ته د هند مرسته شوو غنمو د دویمې چوپې را لېږد پیل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند له لوري له ۷۵زره ټنه مرسته شوو غنمو څخه لس زره ټنه نور له چابهار بندره هېواد ته را لېږدول کېږي.

هند له افغانستان سره د ۷۵زره ټنه غنمو مرسته کړې ده چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را لېږدول کېږي.

د بهرنیو چارو له وزارته د غويي په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هند له لوري افغانستان ته له ۷۵زره ټنه مرسته شوو غنمو څخه نن په دویم پړاو کې د ایران له چابهار بندره په ۴۳۵ کانټینرونو کې د لس زره ټنه غنمو را لېږد پیل شو.

د یادې خبرپاڼې له مخې، له دغو لسو زره ټنو څخه ۳زره ټنه په تېرو ورځو کې د نیمروز میلک بندر له لارې هرات، بلخ، کندهار، بغلان، بلخ او کابل ولایتونو ته راغلي دي.

د سرچینې په وینا، پاتې ۷زره ټنه غنم چې بارګیري يې بشپړه شوې ده، په نږدې ورځو کې به افغانستان ته را ورسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه وزارت هڅه کوي چې د هند له لوري مرسته شوي ټول ۷۵زره ټنه غنم په نږدې راتلونکي کې د چابهار له لارې وطن ته را انتقال کړي.

له دې مخکې د غويي په ۱۸مه له هنده افغانستان ته لس زره ټنه مرسته شوي غنم د دغه هېواد د (کاندولای) بندر له لارې او له هغه مخکې د غويي په لومړۍ نېټه پنځه زره ټنه بار هرات ته رالېږدول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد