ژبه

د مزار کود برق فابریکه د سقوط له ګواښ سره مخ ده

کابل ( پژواک، ۱۱غبرګولی ۹۹):  د مزارشريف د کود برق فابريکې کارکوونکي وایي چې د دوی د اړتيا وړ ګاز د افغان ګاز تصدۍ له خوا په شبرغان ولايت کې د بيات خصوصي کمپنۍ ته ورکړل شوی، چې له امله يې دغه فابریکه د سقوط له ګواښ سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو مياشتو راهیسې مزارشريف کې د کود برق فابريکې توليدي چارې په ټپه ولاړې دي.

د يادې فابريکې سلګونه کار کوونکو د غبرګولي په ۱۱مه، د يوه اعتراضي حرکت پر مهال له مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې ياده تصدي دې له سقوطه وژغوري.

دوی همدا راز وايي، چې د مزارشريف د کود برق فابريکې د اړتيا وړ ګاز د افغان ګاز تصدۍ له خوا په شبرغان ولايت کې د بيات خصوصي کمپنۍ ته ورکړل شوی ، چې له امله يې دغه ستونزه رامنځته شوې ده.

د بلخ د کود برق فابريکې د کارګرانو مسوول انجنير عبدالاحد واحدي د غبرګولي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده فابريکه کې ۱۶۵۰ تنه په کار بوخت وو، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې وزګار دي.

د هغه په خبره، د دغې فابريکې توليدي چارې هغه مهال په ټپه ودرېدې، چې افغان ګاز تصدۍ يې اړتيا وړ ګاز په جوزجان ولايت کې د بيات خصوصي کمپنۍ ته ورکړ، چې برېښنا توليد کړي.

نوموړي زياته کړه: (( د مزار د کود برق فابريکه د فعاليت پنځوس کلنه مخينه لري، افغان ګاز تصدۍ په ډېرې بې تفاوتۍ سره د دغې فابريکې ګاز بيات خصوصي کمپنۍ ته ورکړ او ياده دولتي فابريکه اوس د سقوط له ګواښ سره مخ ده.))

هغه له مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي او د بلخ د کود برق فابريکه له سقوط کېدو څخه وژغوري.

د يادې فابريکې د کارګرانو مسوول همدا راز وويل، چې د دولتي او ملي شتمنيو سقوط کول خيانت دی او په دې برخه کې بايد افغان ګاز تصدۍ ځواب ووايي.

واحدي وويل: (( که دغه موضوع وڅېړل شي نو حتما به د مالي فساد څرکونه په کې وموندل شي، دوی د کوم قانون له مخې د دولتي فابريکې حق خصوصي کمپنيو ته ورکړی دی؟)).

د مزارشريف د کود برق فابريکې د توليد څانګې د تکنالوجۍ متخصص رحمت الله همدم پژواک ته وويل، چې دوی به د ستونزې تر حل کېدو پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه، چې افغان ګاز تصدۍ مسووليت لري، چې د خصوصي کمپنيو له پراختيا سره مرسته وکړي؛ خو په خبره يې چې دا حق نه لري؛ څو د دولتي تصدۍ حق خصوصي تصديو ته ورکړي.

login or register a new account.